استاد عبدالمالک همت د علومو اکاډمي علمي غړیتوب ترلاسه کړ

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۱۱:۳۶
استاد عبدالمالک همت د علومو اکاډمي علمي غړیتوب ترلاسه کړ

مشر څیړونکي ، ژباړونکي ، ادیب ، شاعر او مفسر استاد عبدالمالک همت صاحب د افغانستان د علومو اکاډمي رسمي ، علمي غړیتوب ترلاسه کړ.

د استاد شاوخوا دیرش آثار د اکاډمي د علمي – تخصصي کمیسیون له خوا مثبت او اکاډميک وارزول شول، د اکاډمي د محترم رئیس شیخ الحدیث فریدالدین محمود د پیشنهاد او د ښاغلي رئیس الوزراء دحکم په اساس د اکاډمي د اسلامي علومو په مرکز کې په علمي دنده وګمارل شو.

 

د لیکوال لنډه پیژندنه

استاذ عبدالمالک همت چې د پلار او نیکه یې اسلامي عالمان تېر سوي دي ، د مولوي عبدالرزاق زوی دی. د کندهار په سوزني کې زیږېدلی دی ، په افغانستان کې یې له خپل پلار او نورو عالمانو څخه او په هند او پاکستان کې یې په بیلابیلو علمي مراکزو کې په اسلامي او ټولنیزو علومو کې خصوصي زده کړي کړي دي.

د ارزګان ، فراه او هلمند د محاکمو په ریاستونو کې یې د اداري مدیر او په هلمند کې یې د حقوقو د آمر او په هلمند او د هیواد په مرکز کې یې د باختر د اطلاعاتي آژانس د خبریال او په دې وروستیو کې یې د افغان مجلې د مسوول مدیر په توګه دندي ترسره کړي دي.

د نجیب د واکمن کېدو په لومړیو کې له هیواده مهاجر سو ، لومړی پاکستان او بیا هند ته کډه سو.

کله چې لا طالبانو پر کابل نه وه واکمن سوي تر اوږدې کډوالۍ وروسته هیواد ته راستون سو.

اوس په کابل کې استوګن دی اوږ په کور کې د یو مجهز کتابتون په درلودلو سره د اسلامي کتابونو او مقالو په لیکلو بوخت دی. تر اوسه سې لاندي آثار لیکلې دي:

  1. د همت چیغه ( شعري ټولګه ) په ۱۳۸۰ل کال خپره سوې ده.
  2. سید جمال الدین افغاني اند او ژوند ( ژباړه ) په ۱۳۸۱ل کال خپره سوې ده. په ۱۳۸۹ کال دوهم ځل خپور سوه.
  3. زموږ د قبلې تاریخ ( د مکې مکرمې تاریخ ) په ۱۳۸۵ کال دوهم ځل خپور سو. په ۱۳۸۹ کال دریم ځل خپور سو.
  4. زموږ د نبې مینه ( د مدینې منورې تاریخ ) په ۱۳۸۵ کال خپور سو. په ۱۳۸۹ دوهم ځل خپور سو.
  5. ادب او ادبي کره کتنه په ۱۳۸۵ کال خپور سو. دوهم ځل بیا خپور سو او اوس دریم ځل خپرېدو ته چمتو سوی دی.
  6. د مقالې لیکلو اصول په ۱۳۸۵ل کال خپور سو. په ۱۳۸۸ کال دوهم ځل خپور سو اوس په نوې بڼه د « د څیړني لار او لیکوالۍ لارښود» تر تامه لاندې په نوې بڼه خپریدو ته چمتو سوی دی.
  7. زموږ صحت او آخرت ته تاواني توکي په ۱۳۸۶ل کال خپور سو. په ۱۳۹۰ کال دوهم ځل خپور سو.
  8. پوپناسوي ولسونه ( ژباړه) په ۱۳۸۶ کال خپره سوه.
  9. زموږ د دښمنانو تور تاریخ او شومي موخي په نامه کتاب په ۱۳۸۷ل کال خپور سو. په ۱۳۹۴ کال بیا خپره سوه.
  10. آسیا نن او سبا په نامه (ژباړه) په ۱۳۸۷ل کال خپره سوه.
  11. غرور او د هغه علاج ( ژباړه ) په ۱۳۸۸ل کال خپره سوه.
  12. د کلمې شریفي حقیقت (ژباړه) په ۱۳۸۸ل کال خپره سوه.
  13. اسلام د دوه لاري پر (ژباړه) په ۱۳۸۸ل کال خپره سوه.
  14. د حق او باطل جګړې، په ۱۳۸۸ل کال خپور سو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۹
Background image

ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری در (داستان‌های کوتاه اکرم عثمان و رهنورد زریاب)

محترم نامزد معاون محقق محمدرضا موسوی عضو علمی انستیتوت زبان و ادبیات دری، مرکز زبان‌ها و ادبیات از پروژه‌ی علمی- تحقیقی خویش تحت عنوان «ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی وقوعات خشکسالی در افغانستان (1979 - 2022م.)

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی وقوعات خشکسالی در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS