د شاک ډلبندي او له ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه «علمي- څېړنیز کنفرانس»

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۳۳
د شاک ډلبندي او له ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه

«د شاک ډلبندي او ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر ضیاءالرحمن حقمل له خوا وړاندې شو.

نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل:

شاک؛ د حجرو او انساجو د هایپوکسیا حالت دی چې د اکسیجن د انتقال (Delivery) د کموالي، د اکسیجن د مصرف د زیاتوالي او یا هم د اکسیجن د ګټې اخیستنې د خرابوالي له امله په حجروي سطحه د پرفیوژن د کموالي په رامنځته کولو سره، پېښېږي، که چېرته په جدي ډول بې له ځنډه (په لومړیو څو ساعتونو کې) په سمه توګه تشخیص، ډ‌لبندي او تر درملنې لاندې ونه نیول شي، نو د حیاتي غړو د دندو د خرابوالي (End organ damage) او مړینې لامل ګرځېدلای شي. له بله اړخه تر ټولو مهمه دا ده چې معالج کسان ژر تر ژره بې له ځنډه درملنه پیل کړي او د قطعي درملنې د پیلولو لپاره کوښښ وکړي چې د وخت له ضایع کولو څخه پرته لامل پیدا او د شاک په له منځه وړلو سره د بېلابېلو غړو د دندو د خرابوالي او مړینې څخه مخنیوی وکړي، نو ځکه د شاک د ناروغانو ډلبندي او درملنه یوه مهمه او مبرمه موضوع ده.

د شاک له امله رامنځته شوې اغېزې په لومړیو کې د ښه کېدلو وړ وي، خو ‌‌ډېر ژر تلپاتې بڼه غوره کوي، د بېلابېلو غړو د دندو د خرابوالي او مړینې سبب کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په ماشومانو کې د شاک تر ټولو عمده نوع Hypovolemic شاک د ترومايي خونریزي او اسهالاتو له امله او په دوهمه درجه کې سپتیک شاک د سپسس له امله جوړوي. په عمومي توګه تر ټولو زیات پېښېدونکی شاک چې ناروغان یې په جدي پاملرنې خونه (ICU) کې بستر کېږي، د سپتیک شاک (د Distributive شاک یوه نوع ده) څخه عبارت ده، په دوهمه درجه کې Cardiogenic بیا Hypovolemic او بلاخره تر ټولو کمه پېښېدونکې نوع Obstructive شاک دی.

د نوموړي په وینا، شاک د ډلبندي له مخې په څلورو ډلو ویشل کېږي، چې له Hypovolemic، Cardiogenic، Distributive او Obstructive شاک څخه عبارت دي. توزیعي (Obstructive) شاک بیا په خپل وار په دوه لویو ډلو Septic او Non-septic شاک وېشل کیږي. Hypovolemic شاک بیا په دوه لویو برخو Hemorrhagic او Non-Hemorrhagic شاک باندې وېشل کېږي. Cardiogenic شاک بیا په خپل وار سره په درېیو، اریتمیا، کاردیومایوپتی او میخانیکي ډلو وېشل کېږي. Obstructive شاک په خپل وار سره په دوه لویو برخو د سږو اوعیو پورې تړلی او د میخانیکي لاملونو له امله رامنځته شوي شاک باندې وېشل کېږي.

د شاک ناروغۍ پرمختګ څلور مرحلې لري او په لومړیو مراحلو کې یې درملنه ښې پایلې لري، د شاک هره نوع باید په ځانګړي او تخصصي ډول سره تر درملنې لاندې ونیول شي، خو د درملنې په پیل کولو کې باید له ځنډ څخه ډډه وشي، ځکه د درملنې ځنډ د ناروغ د ژوند په بیه تمامېدلای شي. د درملنې اساسي موخې انساجو ته د اکسیجن د رسولو د زیاتولو او د اکسیجن لپاره د انساجو د اړتیا د کمولو څخه عبارت دي.

د دې کنفرانس په پای که حقمل وویل، شاک یو خطرناک او ژر پرمختلونکی حالت دی، چې د وخیمو ناروغیو او حالاتو په سیر کې رامنځته کېږي او په تشخیص، ډلبندي او درملنه کې یې تأخیر د وخیمو اختلاطاتو او مړینې لامل ګرځي، نو باید روغتیايي کارکوونکو ته د نوموړي حالت د تشخیص او درملنې په اړه وخت په وخت تازه کوونکي کورسونه او کنفرانسونه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۹:۵۲
Background image

وضعیت شهروندی و شهر نشینی در کابل

“کنفرانس علمی – تحقیقی “ (طی دو دهه اخیر) ابتدا روی مبرمیت موضوع، هدف و شیوهٔ تحقیق صحبت شد،‌ بعداً در رابطه به تاریخچه شهر کابل مختصراً نکات چند بیان گردید. متعاقباً تعریف های از فرهنگ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۵۹
Background image

دفاع از پروژۀ علمی – تحقیقی تحت عنوان (بررسی کاربرد معادلات دیفرانسیل معمولی برای دریافت شدت جریان برق در برخی از مدار های برقی)

اکادمی علوم افغانستان معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک محترم نامزد محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک پروژۀ علمی – تحقیقی خویش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۱:۳۴
Background image

دفاع از پروژه علمی – تحقیقی تحت عنوان (( بررسی طرق وقایوی و تداوی پوسیدګی دندانها))

اکادمی علوم افغانستان معاونیت بخش علوم طبیعی- تخنیکی مرکز علوم طب محترم نامزد محقق داکتر احمد جاوید وردک عضو علمی مرکز علوم طب پروژه علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (( بررسی طرق. . .

BACK TO NEWS