د طبعی علومو مرستیال

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د برخې د مرستیال څېړنپوه رحمت ګل احمدي پېژندنه!

ښاغلی څېړنپوه رحمت ګل احمدي په ۱۳۴۰ ل. کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. په ۱۳۴۷ ل. کال کې د ښوونځي په لومړي ټولګي کې شامل او ۱۳۵۹ ل. کال کې د لغمان ولایت د روښان لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى دی. په همدې کال د کانکور تر ازموینې تېرولو وروسته لومړى د کابل پوهنتون ته شامل او بیا د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د لوړو زده کړو د لاسته راوړلو لپاره د روسيې د فدراتیف جمهوریت د مسکو ښار د مندلیف په نامه د کیمیا د ټکنالوژي پوهنتون ته واستول شو.

په ۱۳۶۶ ل. کال د نوموړي پوهنتون د کیمیا د ټکنالوژي او کیمیاوي سرې له رشتې څخه يې د ماستري عالي دیپلوم د (انجینرتخنالوګ) په حیث تر لاسه کړ.

له عسکري خدمت څخه تر ترخیصېدو وروسته په ۱۳۶۸ ل. کال کې يې د افغانستان د علومو اکاډمي په علمي کادر کې د شمولیت په موخه د کانکور په ازموینه کې برخه واخيسته، نوموړى په ازموینه کې تر بریاليتوب وروسته د علومو اکاډمي په علمي کادر کې شامل او په ۱۳۶۹ ل. کال کې يې د څېړنیار علمي رتبه ترلاسه کړه. په ۱۳۷۴ ل. کال کې يې د څېړنوال او په ۱۳۸۶ ل. کال کې يې د څېړنپوه علمي رتبې ته ترفیع وکړه.

محترم څېړنپوه رحمت ګل احمدي د علمي څېړنو د میتودونو د زده کړې لاندې کورسونه د هندوستان په دوست هېواد کې بشپړ کړي دي:

 

  • Fellowship for Research and Advanced Training (FRAT 2013) 01.06. 2013-31.12.2013 SDC SAARC in NISCAIR New Delhi Satsang Vihar-14 India.
  • International training program on Research Methods in Labour studies. February 08-26 2010 V.V. Giri National Institute Noida India

 

ښاغلي څېړنپوه رحمت ګل احمدي د افغانستان د علومو په اکاډمي کې په بېلا بېلو برخو کې، لکه: د غیرعضوي کیمیا د دیپارتمنت آمر، د کیمیا د انستیتوت آمر، د کلوئیدي کیمیا د دیپارتمنت آمر، د کیمیا، بیولوژي او کرنیزو علومو د مرکز رئيس او د همدې مرکز د منشي په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی 23 علمي- تحقیقي آثار لري، د آریانا دایرةالمعارف  د لومړي ټوک، دویم ټوک، درېیم ټوک، څلورم ټوک، پنځم ټوک او شپږم ټوک د آرتیکلونو په لیکلو کې په فعاله توګه برخه اخیستې ده. په پښتو، دري، روسي او انګلسي ژبو باندې تسلط لري.