د پوهاند صديق الله رښتين د نثري كلياتو د چاپ په اړه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
د پوهاند صديق الله رښتين د نثري كلياتو د چاپ په اړه

د پوهاند صديق الله رښتين د نثري كلياتو د چاپ په اړه
پوهاند صدیق الله رښتین د یو پیاوړي لیکوال، څېړونکي، د پښتو ژبې او ادبیاتو استاد، نومیالی ژبپوه او ادبپوه او په ټوله کې لوړ علمي ـ ادبي شخصیت په حیث، چې د خپل شپږ لسیزې علمي ـ فرهنګي ژوند په بهیر کې یې د هېواد د فرهنګي بډاېنې له پاره د ژبو ادبیاتو، فوکلور، هنر، ټولیزو، تاریخي او ملي مسایلوپه بېلاېلو برخو کې په سلګونو علمي، ادبي، څېړنیزو خپرو شویو مقالو سربېره یې شاوخوا (۸۰) ځانګړو چاپ او ناچاپ لیکلو او ژباړلو آثارو په ډالۍ کولو زموږ په معاصر ادبي تاریخ کې د لوړ نوم او شهرت نه برخمن دی.
تر کومه چې خبره د استاد په نثر لیکنې پورې اړه لري، په معاصر پښتو نثر کې یې داسې ځانګړی سبک او لیکنۍ لاره خپله کړې، چې ښايي تر اوسه یې زموږ په ژبه او ادب کې يې ساری نه وي لیدل شوی.
هنري ـ ادبي نثرونه یې دي او که د علمي، ادبي، تاریخي، سیاسي، ملي او نورو ټولنیزو مسایلو د څېړنې، سپړنې ، شننې او تشریح له پاره عادي نثرونه داسې خواږه ، روان او د عام پوهاوي وړ دي چې لوستونکي او اورېدونکي پکې هېڅ ډول ابهام او پېچلتیا نه احساسوي. یو لوی مطلب په ډېرو مناسبو الفاظو کې ځایوي، بې ضرورته الفاظ هېڅکله نه راوړي او نه په ساده علمي او څېړنیزو نثرونو کې د ژبې جذباتي او احساساتي انداز کاروي. د نثر لیکنو ژبه یې ډېره خوږه، سوچه او د ولس خبرو اترو ته نزدې ده. هره خبره او مطلب په علمي ډول په قوي منطق، استدلال داسې روښانه او په زړه پورې وړاندې کوي چې نېغ په نېغه د مخاطب زړه او دماغ ته لاره کوي او پر موخه او هدف یې پوهېږي. نو دغه پورته او داسې نورو ډېرو غوره ښېګڼو په کتنه ویلای شو چې ساده ګي، رواني، خوږوالی، فصاحت او بلاغت یې د لیکلو او پنځونې نثري سبک او ادبي لارې تر ټولو سترې ځانګړنې او امتیاز بللی شو.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند دوکتور لال پاچا ازمون له څو کلونو راهیسې دا نوښت پیل کړی، چې غواړي د پښتو ادب د ځینو ځلانده ستورو نثري آثار د کلیاتو په بڼه ترتیب او د ادب مینه والو ته وړاندې کړي. تر کومه چې زه خبر یم تر اوسه یې د استاد قیام الدین خادم نثري کلیات د (رڼه چینه) په نوم په دوو ټوکونو کې تدوین کړي، چې تېر کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ او خپاره شول، د استاد سعدالدین شپون تدوین کړي منظوم او منثور کلیات یې په دریو ټوکونو په څه دپاسه ۱۹۰۰ مخونو كې چاپ كړي دي او دادی اوس یې د استاد پوهاند رښتین نثری کلیات په درې ټوكونو كې ترتیب او تدوین کړي، چې دادی چاپي نسخې یې تاسې د ادب مینه والو، څېړونکو او لیکوالو ته د علومو اكاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيكو د رياست پر مټ در رسېږي.
د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد د سترې علمي ـ فرهنګي ادارې په حیث چې په هېواد کې د پوهې، ادب او فرهنګ په باب لیکنې او څېړنې چاپ او خپروي چې د فرهنګپالې پالیسۍ بنسټ جوړوي، موږ وياړو چې دا ځل د خپلو خپرنیزو فعالیتونو په لړ کې د استاد رښتین نثري کلیات خپروو.
همدارنګه موږ د لیکوالو، څېړونکو او فرهنګیانو د ټولو هغو علمي ـ فرهنګي هڅو او هلو ځلو ننګه، ملاتړ او مرسته کوو چې د هېواد د فرهنګ په بډاېنې، ودې او پرمختیا کې اغېزناکه ونډه ولري.
موږ پوهېږو چې استاد ازمون د خپلو علمي ـ فرهنګي بوختیاوو سره سره په څومره زیار او کړاو دغه او داسې نورې ډېرې فرهنګي چارې او چوپړونه ترسره کوي، د هېوادپالنې ادب او فرهنګ سره د ژورې مینې په احساس دا هر څه مني او زغمي ، خو په دې لار کې ستړیا ، ناهیلۍ او خنډونه نه پېژني. موږ د هغوی دغه فرهنګپالنه، هېواد پالنه او زیارګالنه ستایو، قدر او درناوی یې کوو. د لوی څښتن تعالی په دربار کې ورته د نورو ډېرو غوره علمي ـ فرهنګي چارو د بریاوو هیله کوو.
په درنښت
څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکیب
د علومو اکاډمۍ سرپرست رئیس

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۹:۵۲
Background image

وضعیت شهروندی و شهر نشینی در کابل

“کنفرانس علمی – تحقیقی “ (طی دو دهه اخیر) ابتدا روی مبرمیت موضوع، هدف و شیوهٔ تحقیق صحبت شد،‌ بعداً در رابطه به تاریخچه شهر کابل مختصراً نکات چند بیان گردید. متعاقباً تعریف های از فرهنگ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۵۹
Background image

دفاع از پروژۀ علمی – تحقیقی تحت عنوان (بررسی کاربرد معادلات دیفرانسیل معمولی برای دریافت شدت جریان برق در برخی از مدار های برقی)

اکادمی علوم افغانستان معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک محترم نامزد محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک پروژۀ علمی – تحقیقی خویش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۱:۳۴
Background image

دفاع از پروژه علمی – تحقیقی تحت عنوان (( بررسی طرق وقایوی و تداوی پوسیدګی دندانها))

اکادمی علوم افغانستان معاونیت بخش علوم طبیعی- تخنیکی مرکز علوم طب محترم نامزد محقق داکتر احمد جاوید وردک عضو علمی مرکز علوم طب پروژه علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (( بررسی طرق. . .

BACK TO NEWS