معلم نیاز خان د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مالي او اداري د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو
![معلم نیاز خان د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مالي او اداري د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو](/sites/default/files/2022-03/1_1.jpeg)
د افغانستان د علومو اکاډمي د مالي او اداري معاونیت د بشـري سرچینو آمریت د ۵/۱۲/۱۴۰۰ نېټې د (۱۹) ګڼې وړاندیز په اساس د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء د ۱۱/۱۲/۱۴۰۰ نېټې د (۱۳۸۰) ګڼې حکم پر منظورۍ محترم معلم نیاز خان د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مالي او اداري د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی، د علومواکاډمۍ محترم عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود له خوا رسمًا معرفي شو او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.