د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
![د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه](/sites/default/files/2022-03/1_4.jpeg)
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د وری میاشتې پر ۹ یمه نېټه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.