ادبي ټوټه او په پښتو ادب کې یې د ودې پړاوونه
![ادبي ټوټه او په پښتو ادب کې یې د ودې پړاوونه](/sites/default/files/2022-07/adby_twth_aw_ph_pstw_adb_k_y_d_wd_prawwnh.jpeg)
د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړندوی حضرت آغا همدرد د ۱۴۰۱ل کال د اسد د میاشتې په ۳مه نېټه د ((ادبي ټوټه او په پښتو ادب کې یې د ودې پړاوونه)) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د ادبي ټوټې په جوړښت، ځانګړنو، ادبي او ژبني ارزښت، له نورو ادبي ژانرونو سره یې په توپير او په پښتو ادب کې یې د ودې په بهیر بحث وشو.
ښاغلي همدرد د ادبي ټوټې په اړه په پښتو ادب کې په شوي علمي ـ څېړنیزو آثارو رڼا واچوله؛ د ادبي ټوټې په اړه یې د بېلابېلو پوهانو نظریات راټول کړي وو. نوموړي د ادبي ټوټې د ارزښت او ودې په اړه وویل چې پښتو ادب کې دوه ډوله هنري نثرونه شته چې یو ته یې کیسه ییز نثرونه او بل ته غیرکیسه ییز نثرونه ویل کېږي، چې دا دواړه ډوله نثرونه په پښتو ادب کې ځانګړی ارزښت لري. په کیسه ییزو نثرونو کې لنډه کیسه، ناول، رومان او ډرامه راځي او په غیرکیسه ییز نثر کې ادبي لیکونه، ادبي انځور، تکل، ادبي راپورتاژ، ادبي یونلیکونه، طنز، ادبي ځانپېښې او ادبي ټوټه راځي. د ادبي ټوټې ژانر لومړی ځل په لویدیځ کې د فرانسوي لیکوال ډي مونټین (۱۵۳۲- ۱۵۹۲م) لخوا رامنځ ته شوی دی، بیا یې د نوروژ ژبو په ادبیاتو کې وده موندلې ده. د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې په دویم پړاو کې ادبي ټوټه پښتو ادب ته راغله؛ که څه هم په دغه دوره کې ادبي ټوټې په فني او موضوعي لحاظ وده نه وه کړې، د اردو او انګریزي ادب اغېزې پرې وې؛ خو بیا هم لیکوال کوښښ کړی و چې په دغه ادبي ژانر کې پنځونې وکړي؛ په درېیم پړاو کې ادب ټوټه که څه هم په فني لحاظ وده وکړو، خو آثار پکې دومره زیات چاپ نه شو. په څلورم پړاو دغه ژانر ښه وده وکړه، ډېرو لیکوالو ادبي ټوټې ولیکلې او د آثارو په بڼه چاپ شوې.