په داستاني ادب کې د پېښو ارزښت

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۲:۲۹

لیکوال : څېړنوال سید نظیم سیدي

لنډیز

په دې مقاله کې لومړی داستاني ادبیات او بیا پېښه یا پېښې څېړل شوي دي چې څه شی دي او په داستاني ادبیاتو کې څه ارزښت لري. تر هغې وروسته د پېښو په ډولونو خبرې شوي چې څو ډوله دي، کومې يې اصلي پېښې دي او کومې يې فرعي یا څېرمه پېښې. د اصلي پېښو دنده څه ده، په داستان کې څه رول لري او د فرعي پېښو دنده څه ده او په داستان کې يې ارزښت څه دی او که چېرې له اصلي پېښو څخه حذف شي، ایا په داستان کې کومه ستونزه، خنډ او یا ځنډ مخامخوي او که نه او بالاخره په پای کې داستاني بېلګې راغلي چې اصلي او فرعي پېښې په کې په تطبیقي توګه ښودل شوي او د تجربې په توګه فرعي پېښې ترې حذف شوي او بیا پرې تبصرې شوې دي.

Documents

په داستاني ادب کې د پېښو ارزښت.pdf