د ستروسو سیلا (Citrus psylla) حشرې په کنترول باندې د کیمیاوي بېلابېلو درملو د استعمال اغېزې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۱:۲۱
دوکتور ګل شاه آرینوال

(علمي – څېړنیز کنفرانس)
د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز د کرنې د انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال دوکتور ګل شاه آرینوال د (د ستروسو سیلا (Citrus psylla) حشرې په کنترول باندې د کیمیاوي بېلابېلو درملو د استعمال اغېزې) تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس د څېړونکو او پوهانو په حضور کې ارایه کړ. په کنفرانس کې لومړی ستروسو ته د زیان رسوونکو حشرو په اړه معلومات وړاندې شول او بیا د ستروسو د سیلا حشرې (Citrus psylla) د کنترول لپاره د حشره وژونکو درملو اغېزو باندې علمي بحث وشو.
څېړونکي وویل "دا څېړنه د ۱۴۰۱ لېږدیز لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د فارم جدید (PHDC) په څېړنیز فارم کې ترسره شوې ده. د څېړنې په جریان کې څرګنده شوه چې دا حشره نصواري رنګ لري، د جسم قطر یې 31.75 میلي متره او د جسم اوږودوالی یې 4 – 3 میلي مترو پورې رسېږي. دا حشره د ستروسو په باغونو کې، په ځانګړي ډول د فارم جدید په څېړنیز فارم د ستروسو په باغونو کې د پسرلي په لومړیو وختونو کې پيدا کېږي او آن د مني د موسم تر اخره پورې خپل ژوند ته دوام ورکوي. زیات فعالیت یې د سرطان او اسد په میاشتو کې ترسترګو شوی دی. یاده حشره د ستروسو له ځوانو پاڼو تغذیه کوي. که چېرې یاده حشره کنترول نه شي، د ستروسو باغونو ته د پام وړ زیان رسوي". 
د دې حشرې د کنترول لپاره د څېړنیز فارم د ستروسو په باغونو کې د سرطان او اسد په میاشتو کې د 15 ورځو په واټن سره د Pyridabin، Imidacloprid او Cypermethrin حشره وژونکي درمل د 0.5، 1، 1.5 او 2 سي سي په دوزونو سره استعمال شوې دي چې ترلاسه شوې پایلې یې په پریزینټیشن کې روښانه او ځای پر ځای شوي دي، او د پایلو پر بنسټ اړوندو ادارو ته وړاندیزونه وشول.
د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او د ارزونې کمیسیون له لوري کنفرانس مثبت و ارزول شو.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

شماره جدید مجله علمی- تحقیقی «تحقیقات کوشانی» (شماره مسلسل 36) چاپ شد

مجله تحقیقات کوشانی مجله علمی – تحقیقی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی مربوط معاونیت بخش علوم بشری اکادمی علوم افغانستان می باشد که در سال 1357ﮪ.ش از سوی این مرکز تأسیس گردیده است. اکنون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی - تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

بررسی خصوصیات فونیتیکی لهجۀ قیپچاق زبان اوزبیکی افغانستان

روز یکشنبه به تاریخ ۴ اسد ۱۴۰۵ هـ ش عضو علمی مرکز زبان و ادبیات محقق امان‌الله ضیایی در معاونیت علوم بشری کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان «بررسی خصوصیات فونیتیکی لهجۀ قیپچاق زبان. . .

BACK TO NEWS