په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې يې ونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۵:۲
امر بالمعروف او نهی عن المنکر

«علمي او څېړنیز سیمینار»

 

«په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې يې ونډه» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز سیمینار د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت په نوښت په ۲۲/۴/۱۴۴۴ هـ ق= ۲۵/۸/۱۴۰۱ هـ. ش نېټه دائر شو.

یاد سیمنار د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. ور پسې د ا.ا.ا د ری.است ال.وزراء رالېږلی پیغام او نور رااستول شوي پیغامونه یو په بل پسې ولوستل شول.

سیمینار چې د علومو اکاډمي د پوهانو او نورو علمي ادارو د دیني عالمانو، استادانو، متنفذینو، محقیقینو په ګډون جوړ شوی و، دیني عالمانو او د مربوطه ارګانونو چارواکو په کې علمي او ګټورې ویناوې وکړې. پر دې برسیره د سیمینار په اړه علمي-څېړنېزې مقالې د پوهانو له خوا وړاندې شوې.

د سیمینار په پای کې د پرېکړه‌لیک په توګه د ګډون کوونکو له خوا لاندې مواد تصویب او اړونده مراجعو ته وړاندیز شو:

۱-  د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په اړه د اسلامي هېوادونو هغه تجربې چې زیات کلونه ورباندې تېر شوي دي، ستره پانګه بلل کېږي، باید د هغوی له شرعې قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو څخه د هېواد له شرایطو سره سمه استفاده تر سره شي.

۲-  په هېواد کې زیات شمېر داسې دیني، دعوتي او ټولنيز بنسټونه شته چې د امر بالمعروف دنده په تطوعي توګه ترسره کوي، د دغو جماعتونو له بشري قوت څخه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تر قیادت لاندې استفاده کول د اسلامې نظام د پیاوړتیا او استقرار ذریعه کېدای شي.

۳-  کوم کسان چې دعوت یا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه ترسره کوي، باید خپلو خبرو، عملونو او اخلاقو ته ډېره زیاته پاملرنه وکړي او د خلکو لپاره قدوه جوړ شي.

۴-  د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دندې د ښه پرمختګ لپاره اړینه ده چې د امر بالمعروف وزارت تقویه شي او له نورو ادارو سره اوږه په اوږه په ټولو اړینو ساحو کې کار وکړي.

۵- هڅه باید وشي چې د نهي عن المنکر کارکوونکي نهيه په معروفه طریقه وکړي.

۶-  د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت په تشکیل کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د کارکوونکو د ښې روزنې او تدریب په موخه یو انستیتوت ایجاد شي.

۷-  د امر بالمعروف وزارت د کارکوونکو لپاره لنډمهاله تدریبي او روزنيز پروګرامونه جوړ شي، ترڅو دا وظیفه په سمه توګه سرته ورسوي.

۸ـ د اسلامي نظام د تداوم او بقا په خاطر له ترحم او زغم سره د امر بالمعروف چارې پر مخ وړل د وخت اړتیا ده.

۹-  د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په عملي کولو کې دې له جائزو معاصرو وسایلو څخه هم اعظمي استفاده وشي.

۱۰-  د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دندې لپاره باید له اصولو څخه خبر او د ښه معلوماتو لرونکو افرادو په ګمارنه کې جدیت وشي.

۱۱-  د دغه سیمینار ټولګه دې د امر بالمعروف، نهي عن المنکراو سمع شکایاتو محترم وزارت له خوا په لوی تېراژ چاپ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS