د قره باغ شخړه کې د اذربایجان بریا او د ایران اندېښنې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۳۷
څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالخالق فردوس

"علمي ـ څېړنیز کنفرانس"

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د قفقاز حوزې څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالخالق فردوس د ( د قره باغ په شخړه کې د اذربایجان بریا او د ایران اندېښنې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

نوموړي وویل چې د قره باغ په لومړۍ جګړه کې اذربایجان نه یواځې داچې د قره باغ سیمه له لاسه ورکړه؛ بلکې د ارمنستان له لوري د دې هېواد شل سلنه نوره خاوره هم اشغال شوه؛ خو د دې سیمې په وروستۍ جګړه کې تقریبا ۳۰ کاله وروسته اذربایجان بریالی او توانېد چې د ارمنستان له لوري ټولې نیول شوې سیمې بېرته ونیسي او د قره باغ په مرکز کې د اذربایجان بیرغ پورته کړي.

ښاغلي فردوس په اذربایجان کې سیاسي ثبات، ستراتېژیکه ډیپلوماسۍ، د یوې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ګډ ذهنیت دوام، د نوي عصر سره د برابرېدو په موخه د پوځ کیفیت لوړول، اقتصادي پرمختګ، په پوځي برخه کې پانګونه، د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پیاوړتیا، د وسلو پېرلو، په اوکراین کې د روسیې بوختیا او د ارمنستان ملاتړ نه کول او د ترکیې مستقیم ملاتړ پر اساس وکولای شو چې ارمنستان مات او دغه جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوي.

د ایران د اندېښنو په اړه ښاغلي فردوس وویل چې ایران په سیمه کې یو پیاوړی اذربایجان نشي زغملای، نو په همدې اساس یې هڅه کوله ترڅو اذربایجان په یوه اوږده جګړه کې بوخت وساتي، خو د ایران د غوښتنې خلاف دغه جګړه اذربایجان وګټله؛ دغه حالاتو ایران ځکه اندېښمن کړی دی چې په سیمه کې د زنګزور کریډور جوړیږي؛ د دې کرېډور د جوړیدو وروسته اذربایجان د نخچوان کورواکه سیمې سره په مستقیمه توګه نښلي؛ او ایران د ترانزېټ له محصول څخه بې برخې کوي؛ ځکه چې له دې پخوا دغه اتصال د ایران له خاورې څخه په ګټه اخستنه ترسره کېده، د اذربایجان دې کورواکه سیمې ته د ایران له لوري ګاز صادریږي؛ له دې وروسته چې په سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې اذربایجان به وکولای شي په مستقیمه توګه ورته ګاز ولېږدوي، د ایران بله اندېښنه داده چې د دې کرېډور په جوړېدو سره به دغه هېواد ته جیوپولېټیک زیان ورسېږي؛ ځکه چې د چین سربېره، مرکزي اسیا هېوادونه او اذربایجان به له ترکیې او اروپا سره د اتصال لپاره د ایران د خاورې څخه په ګټه نه اخېستلو بله ارزانه او اسانه بدیله لاره پیدا کړي، سربیره پر دې ښاغلي فردوس په سیمه کې د ترکيې او اذربایجان پیاوړې اړېکې رامنځته کېدل، له اسراییلو سره د اذربایجان نږدې کېدل، د واحد اذربایجان د رامنځته کېدو مفکورې پیاوړتیا، په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو او ناټو سازمان فعالیتونو ته زمینه مساعدېدل او له اذري کلتور څخه د ایراني ټولنې اغېزمنتیا د ایران د اندېښنو په توګه یادې کړې.

په پای کې دغه کنفرانس د ارزونې د کمېسون له لوري د رایو په یووالي مثبت ارزیابي شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS