ستر مفسر او محدث ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۶:۴۴
ستر مفسر او محدث ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام

«علمي ـ څېړنيز سیمینار»

د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۶هـ ق کال د ربیع الاول په «۲۹مه» نېټه چې د ۱۴۰۳ ل کال د تلې میاشتې له «۱۱مې» نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د تفسیر او حدیث مرکز له پلان سره سم د (ستر مفسر او محدث ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار دایر شو.

سیمینار د علومواکاډمۍ د قاري ښاغلي مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود پرانېستې وینا او درنو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه د خپلې عالمانه وینا په ترڅ  کې یې د ملا علي قاري هروي رحمه الله مقام او منزلت بیان کړ.

د تفسیر او حدیث مرکز رئیس او د اسلامي امارت د عالي اداري کمیسیون غړي مولوي عرفان الله عرفان د قدرمن رئیس الوزراء پیغام د مجلس ګډونوالو ته وړاندې کړ، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو قدرمن وزیر ښاغلي څېړنپوه، قضاوتپوه شیخ دوکتور نور محمد ثاقب وینا وکړه؛ نوموړي په خپله وینا کې د علماو مقام او منزلت د بیان ترڅنګ د دیني علم اهمیت هم بیان کړ، د اسلامي امت د اسلافو یاد غونډې یې مهمې وبللې او هم د علامه ملا علي قاري رحمه الله له هرات څخه مکې ته د سفر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، همدارنګه د غونډې بل ګډونوال ښاغلي څېړنپوه محمد کبیر مشفق د (زنده ګي نامه ملاعلي قاري رحمه الله) تر عنوان لاندې خپله علمي ـ څېړنیزه مقاله وړاندې کړه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو قدرمن معین ښاغلي شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور وینا وکړه د وینا په ترڅ کې یې د علومو اکاډمۍ لخوا د دا ډول سیمینارونو دایرول یو لوی او مثبت ګام وګاڼه او دېته ورته د نورو پروګرامونو غوښتنه یې وکړه، د سیمینار په اوږدو کې ښاغلي څېړندوی محمد کریم ادیب د (ملاعلي قاري رحمه الله ټولنیز مقام) تر عنوان لاندې خپله څېړنیزه مقاله وړاندې کړه، همدارنګه د پوهنې وزارت په استازیتوب د اسلامي زده کړو معینیت د  ظرفیت لوړونې رئیس ښاغلي مفتي عبدالولي سداد وینا وکړه د وینا په ترڅ کې یې د علماو مقام یاد او زیاته یې کړه؛ علماء دي چې ټولنې جوړوي او له برکته یې ټولنې د جهل له تورو تیارو څخه راوځي، د سیمینار په بله برخه کې د هرات پوهنتون محترم استاد پوهاند دوکتور فضل الرحمن فقیهي هروي(د میراث ملا علي قاري رحمه الله در محوری ترین علوم شریعت(چهاردانش: عقیده، تفسیر، حدیث وفقه اسلامي)) تر عنوان لاندې خپله څېړنیزه مقاله وړاندې کړه، همدارنګه د سیمینار نورو ګډونوالو هر یو د لوړو زده کړو قدرمن معین الحاج حافظ مولوي حبیب الله حامد او د ارشاد، حج او اوقافو معین قدرمن شیخ مولوي زر محمدحقاني ویناوې وکړې، همدارنګه ښاغلي څېړندوی دوکتور مولوي عبدالحق حبیبي د (مقام و منزلت ملا علي قاري رحمه الله درمیان مفسران) او د کابل پوهنتون محترم استاد قاري روح الله نجم (د ملا علي قاري رحمه الله د حدیثي خدمتونو)  ترعنوان لاندې خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې، په پای کې د یاد سیمینار پرېکړه لیک ښاغلي څېړنپوه نورالحق عزیزي او د سیمینار ارزونه ښاغلي څېړنپوه سیدحبیب شاکر وکړه یاد سیمنیار یې مثبت و ارزاو او د سیمینار له مسولینو څخه یې مننه وکړه، یاد سیمینار د محترم مولوي عبدالروف فراهي لخوا د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسید.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

شمارۀ 163 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

BACK TO NEWS