GIS او Auto ACD پېژندنې او د کارونې لارې چارې
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو د ځمکپوهنې علومو مرکز له لورې (GIS او Auto ACD پېژندنې او د کارونې لارې چارې ) تر سرلیک لاندې لنډمهاله روزنیز کورس دایر شو، چې د علومو اکاډمي اتلس (۱۸) تنو علمي او اداري کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.
په یاد مخېر کې د GIS او Auto CAD برخه کې د زده کړې ګډونوالو ته په مسلکي بڼه د دغو مخېرونو د استفادې او ګټې اخيستنې لارې چارې په عملي توګه ور وښودل شوی، چې د ګډونوالو له لوري د هرکلي وړ وګرځید. د یاد مخېر په پای کې ټولو ګډونوالو ته بری لیکونه (تصدیق پاڼې) ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د دې مخېر لومړۍ دوره په بریالیتوب پای ته ورسیده او دویمه دوره یې په نږدې راتلوونکي کې پیلېږي چې د وزارتونو او اداراتو کارکوونکي هم په کې ګډون کولای شي.