د افغانستان د صادراتو د پراختیا لارې چارې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۵۲
ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د اقتصاد انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد” د افغانستان د صادراتو د پراختیا لارې چارې” تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د صادراتو پېژندنه، صادراتي پروسو او د تېرې څه د پاسه یوې لسیزې د صادراتو مالي ارزښت تحلیل ترسره شوی و. د کنفرانس دویمه برخه د صادراتو په پراختیا کې د بازار موندنې پر نقش سربېره حکومتي، سیاسي، تشکیلاتي او تخصصي ملاتړ ته ځانګړی شوی و. د صادراتو د پراختیا په عملي لارو کې وویل شول چې حکومت مکلفیت لري تر څو د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا په موخه د تجارتي اتشو، رسمي سفرونو، له داخلي تولید څخه کار اخیستنه او په نورو برخو کې قاطع ملاتړ وکړي، همدا شان د یوه ملي فرهنګ په توګه په لویو مجالسو او تر څنګ یې هغه ادارې چې ځانګړو محصولاتو ته په پراخه کچه؛ لکه البسه بابو، خوراکه بابو او نورو برخو کې اړتیا لري، له داخلي تولید څخه استفاده وکړي، چې دا د داخلي تولید د ملاتړ لپاره اړین دي. همدا شان د صادراتو او تولیداتو د پراختیا په برخه کې له ټکنالوژي څخه ګټه اخيستنه او په بهرنیو ویبپاڼو، اپلیکشنونو او ټولنیزو رسنیو کې د افغاني تولید په اړه بازارموندنه ترسره کول اړین اقدامات دي. د دې ترڅنګ په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو سره چې افغانستان پراخ تجارت لري، هلته د افغان تجارت لپاره په بازار کې د سهم پراختیا او د تجارت پر وړاندې د پرتو ستونزو له منځه وړل په دې برخه کې اغېزناکه رول لري. د دغه کنفرانس په اوږدو کې د تأثیر لرونکو عواملو لکه پانګونه، بانکي کمېشن، انفلاسیون، د تبادلی نرخ، سالم رقابت... او د صادراتو ترمنځ د اړیکې یادونه وشوه او ترڅنګ یې شته عمده ننګونې ذکر او اړوندو مراجعو ته یې د حل په موخه وړانديزونه وشول. د صنعتي پارکونو شته ستونزې لکه: د انرژۍ کمښت، په کافي اندازه د صنعتي پارکونو نه شتون، د دوی د ځمکو ستونزه، د مالي تمویل نه شتون، د اجناسو د بازار جدي څارنه، د وارداتو بدیل، ملي هر اړخېزه برنامو طرحه او پلي کول، د داخلي ترانسپورتي شرکتونو تقویه کول او د بهرنیو ترانسپورتي شرکتونو پانګونه جلبول هغه څه دي چې په دې برخه کې شته ننګونې له منځه وړلی شي.

د افغانستان د صادراتو پرمخ د پرتو خنډونو او د هغو د عواملو د عملي حل‌لارې لټول اړین دي، اړوندو مراجعو ته یې د ترسره کولو وړانديز وشو، همدا شان په وروستي وړانديز کې یادونه وشوه چې افغانستان داقتصادي ودې او د صادراتو د پراختیا په پار اړتیا ده د افغانستان – چین، ازبکستان، هند، پاکستان، ترکمنستان... تر منځ اقتصادي او مالي ماډلونه رامنځته شي او په مسلکي، معلوماتي، د صادراتو او وارداتو تمویل، سپلاچاین تمویل، تمویلي اجاره، انلاین تمویل، بین المللي تمویل او د مالي ټکنالوژۍ د انتقال په برخه کې ګډ کار وکړي. همدارنګه د تجارت او صنعت وزارت، ماليي وزارت، د افغانستان بانک، صادراتي اتحادیو او ACCI ته وړانديز وشو چې د صادراتو د پراختیا بانک بیا په ګډه احیا کړي.

د کنفرانس په پایله کې ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد د څېړونکو او استادانو له لوري مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه وویل او یاد کنفرانس د ټاکل شوي کمیسیون له لوري مثبت وارزول شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

BACK TO NEWS