د سيمه ييز مطالعات ژورنال د ۱۴۰۲ کال ۱-۲ ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۳۷
سیمه ییزو مطالعاتو ژورنال ۱-۲ ګڼه ۱۴۰۳ کال

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ هـ.ل. کال کې يې خپرونې پېل کړې،. په دغه ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو  تحليلي بحثونه خپريږي، همدارنګه د نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه هم خپرېږي.
د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه (۶۸-۶۹) چې تازه له چاپه راوتې، ټول ۱۹۲ مخونه لري چې (د افغانستان اسلامي امارت او سیمه ييزې اړیکې) ته ځانګړې شوې ده، د مرکز له یادښت پرته په کې ۹ علمي او څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:
۱. د افغانستان اسلامي امارت او جمهوریت د بهرنیو سیاستونو پرتلیزه څېړنه
څېړندوی عبدالصبور مبارز
۲. بررسی روابط کشورهای آسیا مرکزي با امارت اسلامي افغانستان
معاون سرمحقق عبدالشکور سالنګي
۳. د افغانستان اسلامي امارت او روسې د تعامل څرنګوالی: فرصتونه او اندېښنې
څېړندوی عمران زکریا
۴. د افغانستان اسلامي امارت او ایران اړیکي؛ فرصتونه او ننګونې
څېړندوی اول خان شکېب احمدزی
۵. د افغانستان اسلامي امارت او قطر د سیاسي اړيکو څېړنه
څېړندوی عاشق الله اخلاص یار
۶. نګاهی مختصری به تعاملات امارت اسلامي افغانستان و چین
محقق زهره محمدزی
۷. د اسلامي امارت بیا ځلي واک ته رسېدو سره د افغانستان په اړه د هند ډيپلوماټيک تعامل
څېړندوی معصوم جان معصومي
۸. له اسلامي امارت سره د خلیجي هیوادونو(قطر، سعودي عربستان، او متحده عربي امارت) اړیکي
څېړندوی محمد طاهر شرر ساپی
۹. د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو څېړنه
څېړندوی عبدالصبور مبارز
یادونه:
یاد ژورنال په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...
https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%201-2%20year%201402.pdf
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

شمارۀ 80 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۳
Background image

شمارۀ 158-157 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن، مقاله‌های علمی_تحقیقی در بخش‌های تاریخ ادبیات، زبان‌شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه‌های ادبیات‌شناسی به نشر می‌رسد.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۰
Background image

بررسی چالش ها وفرصت های علمی – تشکیلاتی مرکز علوم ریاضی ، فزیک و تخنیک

یوم سه شنبه مؤرخ 23/ 11/ 1403 ساعت ده بجه قبل از ظهر کنفرانس علمی تحت عنوان (بررسی چالش ها و فرصت های علمی – تشکیلاتی مرکز علوم ریاضی ، فزیک وتخنیک ) در معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

BACK TO NEWS