د اسلامي نظام په ټينګښت کې د بيان آزادۍ ونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۲۳
څېړنوال محمد داود ناظم

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونيت د ټولنيزو علومو د ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي د ترفيعاتو له لايحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس چې عنوان يې دی « د اسلامي نظام په ټينګښت کې د بيان آزادۍ ونډه» د علومو اکاډمۍ د ګڼ شمېر څېړونکو، استادانو، علمای کرامو او د ژورناليزم انستيتوت د علمي غړو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په ۲۹/۱۲/۱۴۰۳ نېټه د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونيت کې وړاندې کړ.

ښاغلي ناظم وویل: د تاريخ په اوږدو کې نظامونه او د بيان آزادي تر ډېره په يو کشمکش کې سره اوسېدلي، ځينې يې د نظام په ضرر ګڼي او له سره آزادو رسنيو ته اجازه نه ورکوي او ځينې يې په ګټه بولي او دومره آزادي يې ورکړې وي چې عين د هېواد ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، نو د همدې وضاحت او د نظام او بيان آزادۍ تر منځ د پياوړتيا د رمز پيدا کولو په موخه دغې څېړنې ته اړتيا ليدل کېږي، تر څو نظام او رسنۍ يو پر بل سره تقويه شي.

رسنۍ هغه وخت خپل ارزښتونه مومي، خپلې دندې سمې ترسره کولای شي او خپلو موخو ته رسېدلای شي چې آزادې وي، او له خپلې آزادۍ څخه مثبته ګټه پورته کړي، آزادي يې له غلامۍ څخه راوژغوري، نه دا چې د غلام جوړېدلو آزادي ولري؛ آزادي يې د ټولنې پرمختګ ته لاره هواره کړي؛ نه دا چې د فحشاوو په ګرداب او منجلاب کې يې بندي کړي، آزادي يې بايد د ټولنې رښتينې ستونزې حل کړي؛ نه دا چې د نفاق او ستونزو په پنجرو کې يې زنداني کړي، آزادي يې بايد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په لاره کې غښتلی کړي؛ نه دا چې د بديو په قفس کې يې بنديوان کړي، آزادي يې بايد د مثبتو اهدافو په موخه واقعيتونه خپاره کړي او خپل مخاطبين حقيقت ته ورسوي؛ نه دا چې د درواغو په پنجره کې يې اغواء کړي، آزادی يې بايد د مخاطبينو ذهنيتونو ته سکون او نېکې هيلې وبخښي؛ نه دا سې چې د ناراميو او ناهيليو په ترخو کې يې وغموي او بالآخره آزادي يې بايد د اسلامي نظام په ټينګښت کې مثبت رول ولوبوي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ښه توګه ترسره کړي او د رب العلمین رښتينې بندګۍ، بري او نېکمرغۍ ته يې ورسوي. که چېرې د بيان آزادي په ښه او معياري توګه له ذکر شوي تعريف سره سم وکارول شي، هرو مرو د همدې رمز په وسيله يوه اسلامي ټولنه يادو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته رسېدلی شي.

د کنفرانس په پای کې د علومو اکاډمۍ علمي غړو، استادانو او ګډونوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه او سوالونه مطرح کړل او د څېړنوال محمد داود ناظم له خوا ورته قناعت ورکوونکي ځوابونه وړاندې کړل شول.

په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

 

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بیعت و مسایل آن از دیدگاه عرفان اسلامی

معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمي علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (بیعت و مسایل آن از دیدگاه عرفان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۹
Background image

ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری در (داستان‌های کوتاه اکرم عثمان و رهنورد زریاب)

محترم نامزد معاون محقق محمدرضا موسوی عضو علمی انستیتوت زبان و ادبیات دری، مرکز زبان‌ها و ادبیات از پروژه‌ی علمی- تحقیقی خویش تحت عنوان «ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی وقوعات خشکسالی در افغانستان (1979 - 2022م.)

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی وقوعات خشکسالی در. . .

BACK TO NEWS