لوړ فعاليت لرونکې مايع کروماتوګرافي (HPLC) او د افغانستان په تحليلي لابراتوارونو کې يې اړتيا او اهميت څېړل

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۶:۶
ښاغلي څېړندوی عمران لايق

«علمي – څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان علومو اکاډمي د طبیعی – تخنیکي علوم معاونیت اړوند د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو مرکز علمي غړي ښاغلي څېړندوی عمران لايق د ( لوړ فعاليت لرونکې مايع کروماتوګرافي (HPLC) او د افغانستان په تحليلي لابراتوارونو کې يې اړتيا او اهميت څېړل ) تر سلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړونکو، استادانو او د خوړو او درملو معينيت متخصصينو په حضور کې وړاندې کړ.

د کنفرانس په پيل کې ښاغلي لايق وويل؛ په داسې حال کې چې د HPLC  تخنيک په پرمختللو هېوادونو کې د کیفیت کنټرول، څېړنو، درمل جوړونې، غذايي صنعت او چاپېريالي څېړنو بنسټیز عنصر ګڼل کېږي، اما په افغانستان کې د دې تخنيک اهميت او اړتيا لا هم له پاملرنې پاتې ده. د افغانستان تحليلي لابراتوارونه د HPLC او نورو پرمختلليو تخنيکي تجهيزاتو، مسلکي کادرونو او د معیارونو د پلي کولو له کمښت سره مخ دي، چې له امله يې نه يوازې سمې څېړنې نه شي تر سره کېدای، بلکې د درملو، غذايي موادو او چاپېريال د کيفيت ارزونه هم له جدي ستونزو سره مخ دي. د همدې لپاره، اړينه ده چې په افغانستان کې د HPLC  اړوند علمي-څېړنيز کنفراسونه او روزنيز کورسونه دائر شي، ترڅو له دې لارې د تحلیلي لابراتوارونو علمي ظرفیت لوړ شي، د کیفیت کنټرول معیاري شي او د عامې روغتیا، تغذیې، زراعت او چاپېريال په برخه کې د باور وړ تحلیلونو ترسره کولو ته زمينه برابره شي.

په یاد کنفرانس کې لومړی د HPLC پېژندنې، ډولونو، اجزاو، کروماتوګرام، د کارونې ساحې او مراقبت باندې رڼا واچول شوه. په دویم قدم کې د افغانستان په تحليلي لابراتوادونو کې د HPLC اوسنی وضعیت، اهميت او اړتيا باندې بحث وشو.

د کنفرانس په لړ کې ښاغلي لايق پر هغو ستونزو او خنډونو هم بحث وکړ چې په اوس وخت کې د HPLC د پلي کولو او پراخېدو په وړاندې خنډ دي او د افغانستان تحليلي لابراتوارونه ورسره مخ دي. د دې ترڅنګ څېړونکي هغه حل لاري په ګوته کړې چې په عملي کولو سره یې د عامې روغتیا، توليدي او توريدي غذايي موادو او درملو کيفيت ښه کېدای شي او په يادو برخو کې د کيفيت ارزونه هم په دوامداره توګه په ښه ډول ترسره کېدای شي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي علمي غړو ، استادانو او متخصصينو  د موضوع اړوند خپل نظریات او پوښتنې مطرح کړل چې د ښاغلي څېړندوی عمران لايق لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول. په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو او څېړونکي ته يې د لا نورو علمي برياوو او خدمتونو هيله وکړه.

Documents

سلایډونه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۶
Background image

پارادایم شکل‌گیری - انکشاف تکتونیکی گرانیت‌های زون هندوکش و ارزش اقتصادی آن‌ها در روشنایی مدارک جیوکیمیاوی

محترم معاون سرمحقق دکتور احمد امید افضلی عضو علمی مرکز علوم زمین، معاونیت علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «پارادایم شکل‌گیری - انکشاف تکتونیکی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

BACK TO NEWS