د څېړنپوه علي محمد منګل د (جلات خان – شمایله) فولکلوري اثر لهجوي څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۵۵
څېړندوی لطف الله صابر

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی لطف الله صابر «د څېړنپوه علي محمد منګل د جلات خان – شمایله فولکلوري اثر لهجوي څېړنه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په پیل کې د څېړنیزې موضوع اړوند میتودولوژي باندې بحث وکړ، ورپسې یې د څېړنپوه علي محمد منګل پېژندنه، آثار، د (جلات خان – شمایله، فولکلوري اثر پېژندنه، د جلات خان – شمایله فولکلوري اثر لهجوي اړخ څېړنه، لهجه پېژندنه، د معیاري او لهجوي لیکدودونو ځينې ارزښتونه بیان او څرګند کړل او په پای کې یې د پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو سربېره د (جلات خان – شمایله) اثر د لهجوي کلمو، نسبتاً معادلې معیاري کلمې تحلیل او د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړې.

دغه علمي – څېړنیز کنفرانس په لویه کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د څلورو څانګو (ادبیاتو، ولسي یا فولکلوري ادبیاتو، ژبې او لهجه پوهنې په رڼا کې چمتو شوی او همدا برخې پکې دخیلې دي، چې د همدې دخیلو څانګو په پام کې نیولو سره؛ لومړی د ټاکلې موضوع په اړه میتودولوژي باندې بحث او خبرې وشوې او د میتودولوژۍ د اصولو د رعایت پر بنسټ: په فرعي توګه د څېړنپوه علي محمد منګل پېژندنه، د نوموړي د تحقیقي او تخلیقي آثارو پېژندنه، د (جلات خان – شمایله) د همدې فولکلوري نکل چې ښاعلي منګل کتابي بڼه ورکړې ده، هر اړخیزه پېژندنه وړاندې شوې ده او د اصلي موضوع په توګه د همدې اثر د ژبني او لهجوي اړخ تحلیلي او پرتلیزه څېړنه، د ژبې او لهجې پېژندنه، د معیاري او لهجوي لیکدود او کلمو ځینې ارزښتونه، د همدې اثر د لهجوي کلمو فونیمیکه بڼه او په مقابل کې یې د نسبتاً معادلو معیاري کلمو راوړل او په پرتلیزه توګه بیانولو باندې څېړنه شوې ده. په اخره کې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه ښودل شوي دي.

د کنفرانس د وړاندې کولو په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او یاد کنفرانس د ټاکلي کمیسیون له خوا مثبت و ارزول شو.

هېره دې نه وي چې له دې اثر څخه (۱۳۲) لهجوي کلمې را غونډې او په تحلیلي ـ پرتلیزه توګه پرې بحث شوی دی.

د کنفرانس سلایډونو د لیدلو لپاره لاندې لینک تعقیب کړئ.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS