د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (۳۴مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي-څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوه او اوس مهال یې ۳۴ ګڼه له چاپه راووته. په دغه علمي-څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي-څېړنیزې مقالې چاپ او نشر کېږي چې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، پوهنتونو استادانو او اطلاعات او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې مسلکي کارکوونکو له لوري د کوشاني سترواکۍ په اړه لیکل کېږي.
نو په دې ګڼه (پرله پسې۳۴مه یا ۱۴۰۴لمریز کال لومړی شمېره) کې لاندې علمي-څېړنیز مطالب نشر شوي دي:
۱) نتایج کاوشهای باستانشناسی در قلعۀ گلحمید مس عینک (سرمحقق کتاب خان فیضی)؛
2) ادامۀ معتقدات مذهبی آریایی در دوره کوشانی (سرمحقق فایقه لحظه فیضی)؛
3) کانکالیتیلا و کرونولوژی کوشانی (نویسنده: رابرت براسی، مترجم: معاون محقق حکمت الرحمن امیری)؛
4) مطالعۀ سیستم اقتصادی کوشانیها بر اساس مسکوکات و کتیبه ها (محقق بی بی ماه محمدی)؛
5) مطالعه و بررسی ساحات باستانی و تاریخی ولسوالی شیبر بر اساس تحقیقات جدید باستانشناسی (سرور هدایت باستانشناسی مسلکی وزارت اطلاعات و فرهنگ)؛
6) گزارش سروی ساحات باستانی و تاریخی ولایت بغلان؛ تعیین حریم ساحۀ باستانی چم قلعه (عبدالرحمن نوری و گل احمد عظیمی باستانشناسان مسلکی وزارت اطلاعات و فرهنگ)؛
یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹