د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۵
د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړندوی بشرمل زرغون (د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ياد کنفرانس د ملا ولیداد کاکړ د يوې ژباړل شوې منظومې نسخې ارزول و، د ملا وليداد کاکړ نسخه چې «زين الحلم» نومېږي، دا اصلاً په عربي ليکل شوی کتاب دی، ملا علي قاري هروي چې دی د هرات او په ۹۳۰ هـ ق، شاوخوا کې زېږېدلی او په ۱۰۱۴ هـ ق، کې مړ او د مکې معظمې په جنت معلی په هديره کې خښ دی.

دغه کتاب په عربي نثر په دوو ټوکونو کې ليکل شوی او په مکه معظمه کې چاپ دی، اصلي نوم يې «شرح عين العلم و زين الحلم» دی، په لومړي ټوک کې ۹ بابه راغلي او د هر باب لاندې څنګزن سرليکونه راغلي دي، په دويم ټوک کې ۱۱ بابه راغلي او دا هم څنګزن سرليکونه لري، ديني ارکان يې شرح او څېړلي، د خبرې د ثبوت لپاره يې مبارک آيتونه او حديثونه هم راوړي دي.

دغه ديني کتاب د هېواد نامتو عالم، ليکوال او شاعر ملا وليداد کاکړ په ۱۲۲۴ هـ ق. کې په پښتو په نظم ژباړلی، وليداد کاکړ ښه ليکوال او شاعر تېر شوی، دغه عربي کتاب د دين ټول مهم ارکان څېړي؛ نو په دغه اساس ملا ولیداد کاکړ هغه وخت دا پتېيلې چې دين بايد افغانانو ته په خپله ژبه ورسېږي چې دغه موخه وليداد کاکړ تر ډېره ښه سرته رسولې، کتاب يې کټ مټ په پښتو نظم په اته څپيز يا لنډ بحر کې ژباړلی، شل واړه بابونه يې نظم کړي، يواځې د سر عمومي سرليک يې په نثر او نظم ژباړلی، نور يې ټوله موضوع پرله پسې څارلې ده.

پيل يې په دې ډول دی:

شکر شکر د رحمان دی

پر شندل راته د توان دی

د کتاب نوم يې «زين الحلم» کړی، په دې ډول:

چې پښتو شه عين العلم

نوم يې جوړ شه «زين الحلم»

د ملا ولیداد کاکړ دغه نوې موندل شوې نسخه پنځمه راځي چې يوه په ملي آرشيف، دويمه د استاد رفيع، درېيمه د پېښور پښتو اکاډمۍ، څلورمه د صاحبزاده حميدالله او پنځمه همدا د زرغون تر لاسه کړې نسخه ده چې دا نسخه يې د کونړ په کنډګل د همدې سيمې د لېسې له مدير ښاغلي شرف الدين مسلميار سره وه، نوموړي نه د امانت په شکل راوړل شوې.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شوی او کنفرانس د ټاکلي کمېسیون له خوا تاييد شو.

دغه يې شعري بېلګه ده:

شکر شکر د رحمان دی

پر شندل راته د توان دی

چې پښتو مې دين منظوم کړ

چې اسان پر هر افغان دی

هغه له کل عيبه چې پاک دی

پر تعذيب، تنعيم بېباک دی

هغه کس د ده دوستدار دی

چې په خوی د ده خویناک دی

غالی تاج د درودونو

مکلل له سلامونو

تر ابده ور په سر شه

دی سردار د عالمونو

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۶
Background image

پارادایم شکل‌گیری - انکشاف تکتونیکی گرانیت‌های زون هندوکش و ارزش اقتصادی آن‌ها در روشنایی مدارک جیوکیمیاوی

محترم معاون سرمحقق دکتور احمد امید افضلی عضو علمی مرکز علوم زمین، معاونیت علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «پارادایم شکل‌گیری - انکشاف تکتونیکی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

BACK TO NEWS