" معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل. کال د کالګڼې لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د زېري جريدې مديريت په پام کې لري چې په روان (۱۴۰۵ل) کال کې "معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" تر سرلیک لاندې د علمي - څېړنیزو مقالو يوه ټولګه خپره کړي، نو؛
* ټولو قدرمنو څېړونکو، استادانو او لیکوالو ته په خورا درنښت بلنه ورکوو چې په ورکړل شوو او ورته نورو محورونو خپلې علمي- څېړنيزې مقالې له ټاکل شوو اصولو سره سمې ولیکي.
* د کتنپلاوي د تأييدولو لپاره د مقالې د سرليک رالېږلو وروستۍ نېټه: د وږي (سنبلې) ۱۰مه ۱۴۰۵ل.
* د مقالې د رالېږلو وروستۍ نېټه: د تلې (ميزان) ۳۰مه ۱۴۰۵ل.
اړيکې شمېرې:
- د زېري جريدې برېښناليک: zeray1316@asa.gov.af • zerai1316@gmail.com • وټساپ شمېره: 0780831960
