افغانستان گهواره زبان فارسی دری

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۲:۴۷
افغانستان گهواره زبان فارسی دری

 

د ولسمشر د حکم پر اساس د خپلواکۍ د سلمې کالیزي د نمانځنې په ترڅ کې د افغانستان د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون ( افغانستان ګهواره زبان فارسی دری) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز سیمینار دویمه علمي غونډه د علومو اکاډمي دعلامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړه شوه .
په دې څېړنیز سیمینار کې د علومو اکاډمي رئیس ښاغلي څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکیب د غونډې ګډونوالو، پوهانو او استادانو ته هر کلی ووايه او د فارسی دري ژبې لرغونتیا په اړه وغږېد ، ښاغلي ډاکټر شکیب وویل فارسی دری ژبه په نظم او نثر کې خپل ځانګړی خوږوالی لري او زیاته يې کړه چې دې ژبې د خپلې غوړېدا په لړ کې له هند څخه تر عثماني امپراطوري پورې د ملتونو د تاریخ ، فرهنګ او ادب ژبه وه.
دغه راز په یاده غونډه کې پرتو نادري، پوهاند محمد حسین یمین ، پوهاند نجیب الله سایس، پوهنواله عادله انوری، شوکت علی او دوکتور دینا محسني خپلې خپلې مقالې ولوستلې. د غونډې په یوه برخه کې پرتو نادری د خپلې څېړنیزې مقالې په ترڅ کې وویل چې د هېواد د خپلواکۍ بیرته ګټلو جګړې پرمهال یو ډول سرودونه رامنځ ته شول، چې حماسي ادبیات وو چې افغانان یې د خپلواکۍ بیرته ګټلو په لار کې هڅول، پرتو نادری وویل د استقلال شعر هماغه د مشروطیت د دورې شعر دی.
له مقالو وروسته ګډونوالو د لوستل شوو مقالو په اړه بحثونه وکړل او د سوال او جواب تر هر اړخيز بحث وروسته غونډه په دعايه پای ته ورسېده. د یادونې وړ ده،چې د دې علمي سيمينار درېیمه ناسته به په کابل پوهنتون کې تر سره کیږي.