مبارزه علیه فساد اداری

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۳:۱۳
اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس

 دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلو پرانستونكو خبرو کې ویل چې د اسلام سپېڅلی دین هر ډول فساد رد کړی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ زموږ په هېواد کې فساد هغه پدیده ده، چې زموږ ادارې ورسره مخ دي. او زموږ د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دى ، ښاغلي شكيب زياته كړه د اداري فساد د ریښو پيدا کول او د یوې ملي پدیدې په توګه پېژندل، د فساد په وړاندې د عامه افکارو راپارول او داسې نورې ورته لارې چارې کولې شي، چې د اداري فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
همدا راز هغه وویل: فساد د هر ډول پرمختګ مخنیوی کوي، فساد یوازې رشوت او بډې اخیستنه نه ده، بلکې ټول هغه موارد په کې شاملیږي چې د جزا په کود کې راغلي دي ښاغلي شكيب وويل چې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د دولت رول او نقش هم ډېر اړین دي چې دولتونه باید د اداري فساد پر ضد د مبارزې هوډ او جدیدیت له ځانه سره ولري. چې خوشبختانه دا هوډ اوس څه نا څه پياوړى شوى ،خو بيا هم غوښتنه مو داده چې قانون دې پرته له امتيازه تطبیق او د فساد پر ضد دې د هر اړخیزې مبارزې اقدامات لا ګړندي شي، تر څو مو ټولنه له دغه سرطاني مرض څخه نجات ومومي.
له دې وروسته معاون سرمحقق محمد یوسف حازمي بیا د اداري په فساد تر پېژندنې تر سرليك لاندې خبرې وكړو او ويې ويل : فساد د بربادۍ او تباهۍ په مانا دی. هغه ټولنې چې د فساد پر ضد مبارزه نه كوي يوه ورځ له ركود سره مخامخ كېږي نو د هېواد دابادۍ او پرمختيا لپاره د فساد پر ضد مبارزه اړينه ده . 
څېړنوال برهان الدین نیازي بیا په افغانستان کې د اداري فساد په لاملونو وغږېده. د نوموړي په وینا افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په نړیواله کچه له اولې، دوهمې او دریمې درجې په لرلو سره د نړۍ په فساد لرونکو هېوادونو کې راغلی دی.