«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي» غونډه جوړه شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۵۶
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي

کابل، د علومو اکاډمي: د افغانستان د علومو اکاډمي د جندر آمریت له خوا «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي» په نوم غونډه د ۱۳۹۹ هـ. ش کال د لیندۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د یکشنبې پر ورځ ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه.

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي په خپلې پرانیستې وينا کې وویل: د دې ورځې په نمانځلو سره مونږ د ښځو له حقوقو ملاتړ کوو او ټول نارینه مکلف دي چې د اسلام د مقدس دین په رڼا کې ځان د ښځو له حقونو خبر کړي.

ده زياته کړه، ځیني خلک وایي په هغو هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي زیات دی، چې یا فقیر وي یا هم مسلمانان په کې وي، حال دا چې ښځو ته په اسلام کې د نورو اديانو په نسبت ډېر زیات حقونه ورکړل شوي دي.

نوموړي پر ښځو غږ وکړ چې سره یو شي، د خپلو حقونو غوښتنه وکړي او له خپلو ورورنو هېوادوالو سره یوځای د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.

ورپسې د ښځو چارو وزارت پیغام د ګل رخ بدخشي له خوا ولوستل شو چې په کې راغلي وو:

تاوتریخوالی نړیواله معضله ده چې یواځې په افغانستان پورې اړه نه لري، خو په افغانستان کې بدبختانه د څلورو لسیزو جنګونو را په دېخوا ښځې د دولت په ملي پرمختیا کې له ګډون څخه لرې پاتې شوې دي.

د ښځو حقوق د افغانستان په اساسي قانون او د افغانستان په نورو قوانینو کې درج شوي او د هغه د پلي کولو میکانیزمونه هم جوړ شوي دي او تاوتریخوالی د جرم په توګه په قانون کې ذکر شوی دی، د تاوتریخوالي د کچې د کمولو په خاطر د مرکز او ولایتونو په کچه کمیسونونه، څارنوالۍ، محکمې او د ملي پولیسو مدیریتونه جوړ شوي دي.

څېړنوالې فرزانې حبیبي د «نقش رسانه ها در کاهش و افزایش خشونت ها علیه زنان» په نوم خپله مقاله وړاندې کړه.

څېړندویې مارینا بهار د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو پر عواملو مفصل خبرې وکړې او څېړنوال عبدالرحمن عادل او څېړندوی محمد حامد مصلح ناستو کسانو ته له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په باب خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS