د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې «علمي- څېړنیز کنفرانس»

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۰:۹
د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې

«د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶ مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژورنالیزم انستیتوت علمي غړي څېړنیار عبدالرحمن الکوزي له خوا وړاندې شو.

نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل: هر مسلک ځان ته ځانګړي اصول او اخلاق لري چې د هماغه علم اخلاق یې بولي، د ژورنالیزم علم هم ځانته اخلاق لري چې په ژورنالستیکي چارو کې یې مراعتول اړین دي. اخلاق د ژورنالیستانو د کار جوهر دی، له اخلاقي موازینو څخه ناخبري د ژورنالیست او رسنۍ نوم ته ستر زیان رسوي او ځینې وخت دغو نورمونو ته نه پاملرنه کولای شي د ژورنالست ژوند په خطر کې واچوي.

د ژورنالستان سر وکار د ټولنې له وګړو سره وي او تل په دې هڅه کې وي چې په ټولنه کې شته ناخوالې راوسپړي او خپلو مخاطبینو ته یې ورسوي، د دې لپاره چې دغه چارې په ښه ډول سره پرمخ یوسي، نو لومړی باید دوی خپله هغه څه پلي کړي چې نور ترې منع کوي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، د یوې ټولنې اخلاق د هغې ټولنې له فرهنګ سره تړلې اړیکي لري او همدا علت دی چې اخلاقي ارزښتونه په بېلابېلو ټولنو کې لوی توپير لري، خو په ژورنالیزم کې ډېر داسې اخلاقي نورمونه شته چې په اکثرو ټولنو کې سره یو شان دي، لکه د حقیقت پلټنه، په خبر کې توازن، خصوصي حریم ته درناوی، د رشوت نه اخیستل، له تبعیض او تعصب څخه لرې والی او په لسګونه نور داسې اصول دي چې په نړیواله کچه منل شوي دي.

ژورنالست باید په خپلو چارو کې بې له دې څخه چې کوم فشار پرې راوړل شي، په خپلو چارو کې اخلاقي موازین مراعات کړي. د حقیقت په پلټنه کې د ژورنالیست تنبلي، د منبع سلطه، د وظیفوي امنیت نه شتون، له مسایلو سره سلیقوي چلند او د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکول هغه عناصر دي چې په نړۍ کې د اخلاقي ستونزو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

په پای کې ښاغلي الکوزي وویل، که څه هم په وروستیو ۱۹ کلونو کې افغانستان د رسنیو په برخه کې لوی پرمختګ کړی، پر ټولنیزو رسنیو سربېره په هېواد کې په لسګونو چاپي، انځوریزې او غږېزې رسنۍ فعالیت کوي، خو دا پرمختګ په مسلکي برخه کې هغسې چې تمه وه ونه شو. زموږ ځینې ژورنالستان نیمه ورځ د رسنیو کارکوونکي او نیمه ورځ د چارواکو او زورواکو د ویاندویانو نقش لوبوي، له مسایلو سره عقدوي، سیاسي، او تعصبي چلند کوي.