افغان سوله؛ خنډونه او حل لارې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۱
افغان سوله؛ خنډونه او حل لارې

«علمي- تحقیقي سیمینار»

کابل – د علومو اکاډمي: د افغانستان جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني په ۲۱/ ۱۰/ ۱۳۹۹ نېټه په کابل پوهنتون کې «د سولې د اعمار» په نوم کنفرانس د محصلينو لپاره وړاندې کړ او په کې يې د سولې تعريف، د نظام د مشروعيت روايت او له شخصي قدرت څخه د ملي اقتدار د بېلولو په اړه توضيحات ورکړل.

جلالتمآب جمهور رئيس هلته لارښوونه وکړه چې هيله لري، دغه موضوع په افغانستان کې سرتاسري بحث ایجاد کړي ترڅو په نتيجه کې يې د سولې په باب سرتاسري اجماع ته ورسيږو.

نو د جمهور رئيس د همدې لارښوونې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي د سولې اړوند بحثونه پيل کړي دي چې پيل يې د «افغان سوله؛ خنډونه او حل لارې» له سيمينار څخه وشو.

د علومو اکاډمي د بشري علومو او د اسلامي علومو معاونیتونو له خوا د هېواد وضعیت ته په کتو، د اوسني بحران د حل لارو د پیدا کولو او د سوله ییز فکر د عامولو په موخه یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹هـ.ش کال د حوت میاشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې پر ورځ ترسره کړ.

په سيمينار کې د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزی په خپلې پرانيستونکې وینا کې وویل: سوله زموږ د ټولنې له اړینو ضروروتو څخه ده، نو ځکه د داسې سیمینار جوړېدل یوه ضروري چاره ده، جنګ د فرهنګي تأسیساتو ویجاړېدل دي، بې رحمي، بې عدالتي او انسان وژنه ده او د ټولو انساني کړنو خلاف عمل دی.

د نوموړي په وینا، د جنګ له امله زموږ مستعد شخصیتونه یا ترور شوي او یا هم له هېواد څخه بهر کډوال شوي دي. هره ورځ په سلګونو افغانان د دې نیابتي جګړې له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.

ده زياته کړه، سوله د بشري نظام اساسي اصل دی، نو په دوحه کې د دواړو غاړو مرکچیانو ته په کار ده چې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي وضعیت د خوندي ساتلو او د افغانانو وژنو ته د پای ټکي ایښودلو په موخه سره لاسونه یو کړي تر څو زمونږ هېوادوال له بدبختۍ څخه خلاص شي.

د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستیال څېړنوال برهان الله نیازي وویل، له څلورو لسیزو راپدېخوا جګړو پر افغانانو ناوړه اغېزه کړې، انسانان باید خپل ژوند په مسالمت آمېزه توګه تېر کړي ترڅو خوشبختیو ته ورسیږي.

د هغه په خبره، په ژوند کې باید تنازل په نظر کې ونیسو او د سولې د راتګ لپاره تنازل مهم اصل دی؛ لکه څرنګه چې انسانان اوبه، خوراک او تنفس ته اړتیا لري، هماغسې سولې ته هم اړتیا لري او موږ افغانان خو سولې ته تر ټولو زيات ضرورت لرو.

ورپسې څېړنوال عبدالوهاب عابد د (سولې ته اړتیا)، څېړندوی عبدالرحمن عادل (د سولې په وړاندې خنډونه) او څېړندوی محمد حامد مصلح (د سولې حل لارې) په نومونو خپلې علمي- څېړنيزې مقالې ولوستې.

د سيمينار په وروستيو کې د سولې اړوند د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او په پای کې يې لاندې مواد د سیمینار د پرېکړه لیک په توګه تصویب کړل او اړوندو برخو ته يې پیشنهاد کړل:

۱- له کلونو ورورسته په سوله ییزه توګه د افغانستان د غمیزې د پای ته رسېدلو ښه فرصت رامنځ ته شوی دی، نو ټولو افغانانو او دخیلو جهتونو ته وړاندیز کېږي چې له اخلاص څخه کار واخلي او له رامنځته شوي فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

۲- د جګړې له ښکېلو لورو څخه غوښتنه کېږي چې له نرمښت څخه کار واخلي او سوله ییزه ژبه وکاروي او داسې اهداف تعیین شي چې موږ تلپاتې سولې ته ورسوي.

۳- د جګړې دواړو لورو ته وړاندیز کېږي چی د سولې د راتګ او تحقق لپاره له امتیاز غوښتلو تېر شي او له هغو کړنو چې د سولې پروسه له خنډونو سره مخامخ کوي، ډډه وکړي، ترڅو د دردېدلي ملت دا ستر ارمان پوره شي.

۴- د سولې د راتګ او د اعتماد د منځته راتګ لپاره تر ټولو مهم کار په هېواد کې د سرتاسري اوربند ټینګېدل دي، نو د جګړې له دواړو طرفونو غوښتنه کېږي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ لپاره اوربند وکړي او د نورو وینو د تویېدلو مخنیوي وشي.

۵- د جنګ ښکېلو لورو او سیاسي جریانونو ته پیشنهاد کېږي چې په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره ملي ګټو ته په شخصي او ډله ییزو ګټو لومړیتوب ورکړي او د یو بل حقوقو ته درناوی وکړي.

۶- د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وړاندیز کېږي چې د جوماتونو له لارې او له نورو اړوندو ادارو، لکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت او د لوړو زدوه کړو له وزارت څخه غوښتنه کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې غوښتنې د روحیې د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه او کنفرانسونه جوړ کړي.

د يادولو ده چې د علومو اکاډمي په راتلونکي کې په پام کې لري چې د سولې په اړه بحثونو ته دوام ورکړي او په دې اړه علمي- تحقیقي کنفرانسونه او سيمينارونه جوړ کړي.