د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۷۹ مه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
Sun, May 17 2026 10:41 AM
د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۷۹ مه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو همدارنګه له نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه خپرېږي.

د سيمه ييز مطالعات ژورنال د څلورمې ربعې ۴ مه چې د ۱۴۰۴ ل، پرله پسې ۷۹ مه ګڼه ده؛ د څېړندوی بشرمل زرغون تر مسؤليت او اهتمام لاندې چاپ شوه، ياده ګڼه ۱۹۰ مخونه لري، په دغې ګڼه کې ۹ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱- نسخه شناس و متن شناس نستوه...، مؤلف: سرمحقق زلمی هيوادمل.

۲- له همګټو هېوادونو سره د تاجکستان اړيکې، ليکوال: څېړنپوه عبدالرحيم بختانی.

۳- جزاير سه ګانه خليج فارس و نقش آن در...، مؤلفه: معاون سرمحقق راضيه غوث.

۴- د حماس او اسرائيلو د جګړې په اړه...، ليکوال: څېړنوال رحمت الله همت مظلوميار.

۵- د روسيې او ايران وروستۍ اړيکې او...، ليکواله: څېړنواله خاطره شينوارې.

۶- د زنګزور دهلېز؛ د سيمې هېوادونو ګټې او...، ليکوال: څېړنوال عبدالخالق فردوس.

۷- د روسيې- اوکراين او ايران- اسرائيلو د جګړو...، ليکوال: څېړندوی محمداسماعيل اميري.

۸- اهميت دهليز واخان و چالش های تحقق...، مؤلف: محقق کوشا اکبری.

۹- په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي عربستان...، ليکوال: څېړندوی عاشق الله اخلاصيار.

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%20%DB%B4%20%20year%201404.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS