د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتلهییزه څېړنه
نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه، د علومو اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې د استادانو، څېړونکو او محققینو په حضور کې د (د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتلهییزه څېړنه) تر سرلیک لاندې له خپلې علمي پروژې څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د محقق لنډ ژوندلیک ولوستل شو، وروسته د لارښود استاد، سرمحقق نورالحق عزیزي، علمي نظر وړاندې شو او د څېړنپوه برهان الله نیازي، څېړنپوه عبد الرحمن عادل او څېړنپوه عبد الوهاب عابد لیکلي تقریظونه ګډونوالو ته ولوستل شول.
وروسته څېړنوال عبد الرحمن حامد خپله دفاعیه وړاندې کړه او د خپلې رسالې د موضوع د اهمیت، د څېړنې د مبرمیت، موخو، علمي میتود، تحلیل او عمومي جوړښت په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د نوموړي د رسالې جوړښت له سریزې، څلورو فصلونو، پایلو، وړاندیزونو او مأخذونو څخه جوړ و. په لومړي فصل کې د موضوع تاریخي شالید، په دویم فصل کې د دواړو تفسیرونو پېژندنه، د مؤلفینو علمي ژوند، د تفسیرونو اهمیت، ځانګړتیاوې او تفسیري منهجونه څېړل شوي وو. درېیم فصل د دواړو تفسیرونو د احکامو، استدلالونو او د اسباب نزول د مباحثو پرتلهییز تحلیل ته ځانګړی شوی و، او په څلورم فصل کې د دواړو تفسیرونو د ورته، ګډو او توپیري ټکو تفصیلي ارزونه ترسره شوې وه.
د دفاعیې په پای کې د علمي کمېټې غړو د علمي پروژې دفاع مثبته وارزوله او د غونډې ګډونوالو د نوموړي علمي هڅې وستایلې او غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.
