د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه، د علومو اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې د استادانو، څېړونکو او محققینو په حضور کې د (د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه) تر سرلیک لاندې له خپلې علمي پروژې څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د محقق لنډ ژوندلیک ولوستل شو، وروسته د لارښود استاد، سرمحقق نورالحق عزیزي، علمي نظر وړاندې شو او د څېړنپوه برهان الله نیازي، څېړنپوه عبد الرحمن عادل او څېړنپوه عبد الوهاب عابد لیکلي تقریظونه ګډونوالو ته ولوستل شول.

وروسته څېړنوال عبد الرحمن حامد خپله دفاعیه وړاندې کړه او د خپلې رسالې د موضوع د اهمیت، د څېړنې د مبرمیت، موخو، علمي میتود، تحلیل او عمومي جوړښت په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د نوموړي د رسالې جوړښت له سریزې، څلورو فصلونو، پایلو، وړاندیزونو او مأخذونو څخه جوړ و. په لومړي فصل کې د موضوع تاریخي شالید، په دویم فصل کې د دواړو تفسیرونو پېژندنه، د مؤلفینو علمي ژوند، د تفسیرونو اهمیت، ځانګړتیاوې او تفسیري منهجونه څېړل شوي وو. درېیم فصل د دواړو تفسیرونو د احکامو، استدلالونو او د اسباب نزول د مباحثو پرتله‌ییز تحلیل ته ځانګړی شوی و، او په څلورم فصل کې د دواړو تفسیرونو د ورته، ګډو او توپیري ټکو تفصیلي ارزونه ترسره شوې وه.

د دفاعیې په پای کې د علمي کمېټې غړو د علمي پروژې دفاع مثبته وارزوله او د غونډې ګډونوالو د نوموړي علمي هڅې وستایلې او غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی - تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

بررسی خصوصیات فونیتیکی لهجۀ قیپچاق زبان اوزبیکی افغانستان

روز یکشنبه به تاریخ ۴ اسد ۱۴۰۵ هـ ش عضو علمی مرکز زبان و ادبیات محقق امان‌الله ضیایی در معاونیت علوم بشری کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان «بررسی خصوصیات فونیتیکی لهجۀ قیپچاق زبان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۸
Background image

شمارۀ 89 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS