د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه

Ezatullah_admin
Sun, Aug 23 2026 12:09 PM
د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه

(د علمي-څېړنیزې پروژې دفاع)
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ژبپوهنې څانګې علمي غړي نوماند څېړنیار عتیق الله حمیدي د نوماندۍ د رفع کولو په موخه «د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه» تر سرلیک لاندې خپله رساله د پیلنۍ په ورځ په ۳۱/۵/۱۴۰۵ نېټه دفاع کړه. 
په دې رساله کې د سویسي ژبپوه او د نوې ژبپوهنې د بنسټګر فردینان دي سوسور ژوند، آثار او ژبپوهنیز نظریات په څلورو څپرکو کې څېړل شوي دي. په لومړي څپرکي کې هغه پښتو کتابونه او مقالې په انتقادي ډول معرفي شوي چې د فردینان دي سوسور او د ده د نظریاتو په اړه په کې بحثونه راغلي دي. دویم څپرکی د فردینان دي سوسور پېژندنې ته ځانګړی شوی دی. په دې څپرکي کې د فردینان دي سوسور له زوکړې نیولې د ده تر زده کړو، دندو، د آثارو تر پېژندنې او داسې نورو په اړه تفصیلي خبرې شوې دي. په درېیم څپرکي کې لومړی تر سوسور یا تر شلمې پېړۍ مخکې د ژبې او ژبپوهنې په اړه غالب دودیز بحثونه راوړل شوي دي، بیا د نوې ژبپوهنې پېژندنه راغلې او له دودیزې ژبپوهنې سره یې د توپیر ټکي په ګوته شوي دي. تر دې وروسته پر ډایکرونېک یا تېرمهالې، سینکرونېک یا هم‌مهالې او پینکرونېک یا ټول‌مهالې ژبپوهنې خبرې شوې دي. په څلورم څپرکي کې لومړی د ژبې په اړه د فردینان دي سوسور نظر راوړل شوی دی، ورپسې هغه ټول نظریات یا مفاهیم راوړل شوي دي چې دی یې تر خپلو همعصرو ژبپوهانو ممتاز کړی دی. په دې نظریاتو کې لانګ، پارول، دال، مدلول، مصداق، د دوی ترمنځ اړیکې، د خواناستۍ او ځایناستۍ محورونه، د نښې، نښپوهنې او معنا په اړه د سوسور نظر او داسې نور مفاهیم راوړل شوي او په پښتو ژبه کې یې په بېلګو ورکولو سره په ساده او روانه ژبه تشریح شوي دي. همدارنګه، پر رغښتوالې او د رغښتوالې پر ځانګړنو هم بحث شته. وروستی بحث پښتو ژبې او ادبیاتو ته د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو پر ګټو راڅرخي چې د ده له نظریاتو یا مفاهیمو څخه موږ په پښتو کې څه استفاده کولی شو. 
څېړونکي د دفاع په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې د ارزونې د هیئت له لوري دا دفاع د رایو په اتفاق سره مثبته وارزول شوه.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS