د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۹
د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه

(د علمي-څېړنیزې پروژې دفاع)
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ژبپوهنې څانګې علمي غړي نوماند څېړنیار عتیق الله حمیدي د نوماندۍ د رفع کولو په موخه «د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو څېړنه» تر سرلیک لاندې خپله رساله د پیلنۍ په ورځ په ۳۱/۵/۱۴۰۵ نېټه دفاع کړه. 
په دې رساله کې د سویسي ژبپوه او د نوې ژبپوهنې د بنسټګر فردینان دي سوسور ژوند، آثار او ژبپوهنیز نظریات په څلورو څپرکو کې څېړل شوي دي. په لومړي څپرکي کې هغه پښتو کتابونه او مقالې په انتقادي ډول معرفي شوي چې د فردینان دي سوسور او د ده د نظریاتو په اړه په کې بحثونه راغلي دي. دویم څپرکی د فردینان دي سوسور پېژندنې ته ځانګړی شوی دی. په دې څپرکي کې د فردینان دي سوسور له زوکړې نیولې د ده تر زده کړو، دندو، د آثارو تر پېژندنې او داسې نورو په اړه تفصیلي خبرې شوې دي. په درېیم څپرکي کې لومړی تر سوسور یا تر شلمې پېړۍ مخکې د ژبې او ژبپوهنې په اړه غالب دودیز بحثونه راوړل شوي دي، بیا د نوې ژبپوهنې پېژندنه راغلې او له دودیزې ژبپوهنې سره یې د توپیر ټکي په ګوته شوي دي. تر دې وروسته پر ډایکرونېک یا تېرمهالې، سینکرونېک یا هم‌مهالې او پینکرونېک یا ټول‌مهالې ژبپوهنې خبرې شوې دي. په څلورم څپرکي کې لومړی د ژبې په اړه د فردینان دي سوسور نظر راوړل شوی دی، ورپسې هغه ټول نظریات یا مفاهیم راوړل شوي دي چې دی یې تر خپلو همعصرو ژبپوهانو ممتاز کړی دی. په دې نظریاتو کې لانګ، پارول، دال، مدلول، مصداق، د دوی ترمنځ اړیکې، د خواناستۍ او ځایناستۍ محورونه، د نښې، نښپوهنې او معنا په اړه د سوسور نظر او داسې نور مفاهیم راوړل شوي او په پښتو ژبه کې یې په بېلګو ورکولو سره په ساده او روانه ژبه تشریح شوي دي. همدارنګه، پر رغښتوالې او د رغښتوالې پر ځانګړنو هم بحث شته. وروستی بحث پښتو ژبې او ادبیاتو ته د فردینان دي سوسور د ژبپوهنیزو نظریو پر ګټو راڅرخي چې د ده له نظریاتو یا مفاهیمو څخه موږ په پښتو کې څه استفاده کولی شو. 
څېړونکي د دفاع په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې د ارزونې د هیئت له لوري دا دفاع د رایو په اتفاق سره مثبته وارزول شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۲۴
Background image

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی (دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) به چاپ رسید

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی(دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) که از طرف مرکز تفسیر و حدیث معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان به سطح کشور برگزار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۱
Background image

شماره مسلسل ۷۷ مجله علمی ـ تحقیقی طبیعت به چاپ رسید!

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، بستری معتبر برای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

شماره جدید مجله علمی- تحقیقی «تحقیقات کوشانی» (شماره مسلسل 36) چاپ شد

مجله تحقیقات کوشانی مجله علمی – تحقیقی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی مربوط معاونیت بخش علوم بشری اکادمی علوم افغانستان می باشد که در سال 1357ﮪ.ش از سوی این مرکز تأسیس گردیده است. اکنون. . .

BACK TO NEWS