د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ: فرصتونه او ستونزې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۹:۲۳
د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ: فرصتونه او ستونزې

کابل: د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ له لوري، د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې پر ۱۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ «د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ: فرصتونه او ستونزې» تر سرليک لاندې علمي غونډه جوړه شوه.

په پېل کې د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالشکور سالنګي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د موضوع اهميت، اړتيا او اهدافو د روښانه کولو په ترڅ کې يې وويل: «له ۲۰۰۱ز. کال او په ځانګړې توګه د ملي يووالي حکومت له جوړېدو سره سم د افغانستان حکومت د بهرني سياست يوه مهمه او اړينه برخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت څخه په استفادې د سيمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ لا پياوړي کول او بيا يې را ژوندي کول دي. دا چې حکومت په دې برخه کې د غوره پاليسيو په لټه کې دی، نو اړتيا ده چې د دغه ډول سيمينارونو او غونډو له لارې هغه پاليسۍ جوړې او حکومت ته وړاندې شي، چې سوداګري او ټرانزيټي لارې لا پسې پياوړې او په دې توګه غوره اقتصادي حالت ته داخل شو.»

د ښاغلي سالنګي له پيليزې وينا وروسته د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه قيس محمدي ته بلنه ورکړل شوه، چې د افغانستان د سيمه ييزې سوداګرۍ او ټرانزيټ پر فرصتونو او ستونزو علمي بحث وکړي.

استاد محمدي پورتنۍ موضوع هر اړخيزه وڅېړله، فرصتونه او ستونزې يې په نښه او بيا يې حل لارې په ګوته کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «د افغانستان سوداګري په دوو لويو برخو ولاړه ده چې يوه يې د کانونو را ايستل او بل هم کرنيز توکي دي، چې زموږ د صادراتو ۹۰ سلنه پر کرنيزو توکو ولاړ دی. همدارنګه د اټکل له مخې، په هېواد کې د نږدې درې زره ميليارده ډالرو په کچه کانونه لرو، که چېرې د دغو کانونو د را ايستلو لپاره ګټورې پاليسۍ جوړې شي، نو اقتصاد به مو پر پښو ودرېږي.»

ښاغلي محمدي د شوو پرمختګونو ترڅنګ د اقتصاد علم په اړه کم پوهاوی، د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د يوې مرکزي ادارې نه شتون، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توزان نه موجوديت، ناسالمې سيالۍ، د اقتصادي اخلاقو کمزوروالی او د اقتصادي نظريو غلا، هغه ستونزې وبللې چې د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې شته دي.

محمدي د افغانستان ستراتيژيک موقعيت د ترانزيت په برخه کې هغه فرصت وباله چې کولای شي د افغانستان حکومت ورڅخه د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار واخلي، ځکه افغانستان کېدلای شي د سيمې د هېوادونو لپاره د اتصال نقطه وګرځي، خو د سړکونو د زېربناوو کمزوري، د رېل پټلېو نه شتون، امنيتي ستونزې او له ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د اعتماد او باور نه شتون هغه ستونزې دي چې د افغانستان د ترانزيت په برخه کې شته دي او د هېواد ترانزيت يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

استاد محمدي د پورتنيو ستونزو د حل په موخه وړانديز وکړ چې د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې بايد داخلي پاليسۍ اصلاح شي، کوچني کاروبارونه ډېر او ملاتړ يې وشي، د ترانزيت زېربناوو ته جدي پاملرنه وشي او د لويو لارو امنيت وساتل شي، تر څو اقتصاد پياوړی او د افغانستان د پرمختګ لپاره زمينه او شرايط برابر شي.

په پای کې د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، د علومو اکاډمي د بېلا بېلو برخو د راغلو علمي غړو او له علومو اکاډمي څخه بهر د ځينو مېلمنو له لوري تبصرې او پوښتنې مطرح شوې، چې د ښاغلي محمدي له لوري ډاډمن او د قناعت وړ ځوابونه ورکول شول.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز به په راتلونکي کې هم د مهمو سيمه ييزو مسايلو او موضوعاتو په اړه علمي او څېړنيزو غونډو جوړولو ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف

محترم سرمحقق محمد اکرم شهیم کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف ) در معاونیت طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان در حضور اعضای کمیسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۱۵
Background image

نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی

عضو علمی مرکز علوم اجتماعی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان محترم محقق حکمت الله عزیز کنفرانس علمي - تحقیقی تحت عنوان (نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی) در حضور استادان و. . .

BACK TO NEWS