د سږو د مزمنې انسدادي ناروغۍ (Chronic obstructive pulmonary disease) د اپیدیمولوژي، کلینیکي لوحې او اختلاطاتو څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۰
نوماند څېړندوی ډاکټر میر افضل کټوازي

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د طبي علومو مرکز، د معالجوي طب انسټیټوت علمي غړي نوماند څېړندوی ډاکټر میر افضل کټوازي له نوماند څېړندوی څخه د څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره (د سږو د مزمنې انسدادي ناروغۍ (Chronic obstructive pulmonary disease) د اپیدیمولوژي، کلینیکي لوحې او اختلاطاتو څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیزه پروژه دفاع کړه.

په یاده پروژه کې د سږو په مزمنه انسدادي ناروغۍ باندې څېړنه شوې ده چې په یوه سریزه، پنځو څپرکو، پایلې او وړاندیزونو باندې مشتمله ده، دغه تر سره شوې څېړنه یوه توصیفي مشاهدوي (Observational descriptive) څېړنه ده چې د SPSS پروګرام په مرسته یې ارقام تجزیه او تحلیل شوي. په څېړنه کې د جمهوریت روغتون په داخله څانګه کې د یو کال په ترڅ کې د بستر شویو ټولو ۱۵۲۰ ناروغانو څخه ټول ټال ۲۱۱ COPD ناروغان شامل دي چې ارقام یې په ریتروسپیکټیو او پروسپیکټیو بڼه را ټول شوي دی، چې د نورې نړۍ په خلاف د COPD اکثریته پېښې ۶۹٪ په ښځینه جنس کې رامنځته شوې وې، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې په COPD اخته نارینه و فیصدي د ښځو په پرتله لوړه ده.

په پای ډاکټر کټوازي د افغانستان د علومو اکاډمي او نورو اړوندو څېړنیزو ادارو ته وړاندیز وکړ چې د دغه توپیر د معلومولو لپاره لا زیاتې څېړنې ترسره کړي، تر څو یې لامل پيدا او د مخنیوي لپاره یې لازمې کړنې تر سره شي. په همدې توګه نوموړي څېړونکي وړاندیز وکړ چې د عامې روغتیا وزارت او روغتیا پورې اړونده نورې ادارې دې د بېلابېلو لارو څخه د COPD ناروغۍ د خطري فکټورونو په اړه د عامو خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او روغتیايي پرسونل ته یې وړاندیز وکړ چې د ناروغانو دوسیې دې په بشپړه او معیاري بڼه ډکې کړي، ترڅو د څېړنې په وخت کې په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي، کومه چې په هېواد کې د روغتیا پالیسي جوړولو لپاره ډېره ضروري ده.

څېړونکي د حاضرینو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او د نوموړي دفاع، د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره له نوماند څېړندوی څخه څېړندوی علمي رتبې ته تأیید شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۵۱
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و تحقیقي است که مقالات تحقیقي را به زبان انگلیسی در عرصه‌های علوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲۳
Background image

آسیب های عقیدتی سکولریزم و مسئولیت علماء در قبال آن

امروز شنبه (مؤرخ ۸ قوس ۱۴۰۴ هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده وثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی تحت عنوان (آسیب های عقیدتی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

رؤیای چینی و پیامد‌های آن بر افغانستان

کنفرانس علمی - تحقیقی تحت عنوان «رؤیای چینی و پیامدهای آن بر افغانستان» در‌ مرکز مطالعات منطقه‌یی اکادمی علوم افغانستان برگزار گردید. این کنفرانس از سوی محقق کوشا اکبری، عضو علمی. . .

BACK TO NEWS