رمضان د بدلون میاشت

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۲۴
رمضان د بدلون میاشت

د قرآن عظیم الشان د نزول په مناسبت د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونيت د تفسیر او حدیث مرکز په نوښت د «رمضان د بدلون میاشت» په نوم علمي – څېړنیز کنفرانس د دوشنبې په ورځ د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علی کهزاد د سیمینارونو په تالار کې ترسره شو.

غونډه د قرآنکریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامی علومو د برخې معاون څېړنوال برهان الله نیازی په خپلې پرانیستونکې وینا کې د مبارکې روژې په اړه وویل: د رمضان مبارکه میاشت د صبر او استقامت میاشت ده او الله تعالی صبر کوونکو ته بې شمېره اجرونه او ثوابونه د دوی پر صبر کولو سره ورکوي.

په روژه کې روزه نیول ډېر صبر غواړي او صبر کول په خپله ډېر زیات اجرونه د الله تعالی په دربار کې لري، دې مبارکه میاشت کې باید پر یو بل باندې شفقت او مهرباني وشي تر څو الله تعالی له مونږ څخه راضی شي او په دې میاشت کې له عضب، فساد او داسې نورو ناوړو کارونو مخنیوی وشي او دغه هر څه په صبر او حوصله باندې کېږي، نو په کار ده دې میاشت کې صبر او حوصله ولرو.

د تفسیر او حدیث د مرکز رئیس څېړنوال عبدالحکیم فاضلي د روژې مبارکې میاشتې د ځانګړنو په هکله خبرې وکړې او ويې ویل: د روژې میاشت کې د مسلمانانو تر منځ شفقت زیاتیږي، په دغه میاشت کې مسلمانان خپل نفسونه پاکوي او د نفس تزکیه په دغه میاشت کې کېږي، په دغه میاشت کې د ورورولۍ او صمیمیت روحیه تقویه او زیاتیږي.

د دې غونډې په دویمه برخه کې علمي – څېړنیزې مقالې ولوستل شوې چې سرليکونه او ليکوال یې په لاندې ډول دي:

د شرعي نصوصو په رڼا کې په فرد او ټولنه د روژې اغېزې/ څېړنوال عبدالرحمن عادل

حکمت و مشروعیت رمضان/ څېړنوال محمد کبیر مشفق

رمضان د تغییر او بدلون فرصتونه/ څېړنوال عبدالرحمن حامد

رمضان و فرصت های تغییر/ څېړنپوه محمد یوسف حازمی

رمضان د خیر او برکت میاشت/ څېړندوی محمد امان رسولی

نقش رمضان در تکامل شخصیت انسان/ څېړنوال عبدالناصر باهر

فوائد روزه ماه رمضان و حکمت مشروعیت آن/ څېړنوال عبدالروف هجرت

رمضان سرچشمه خیر و برکت/ څېړنوال عبدالحمید وفا

ویژگی های رمضان/ څېړنپوه نورالحق عزیزي

په پای کې کنفرانس د څېړنپوه سید حبیب شاکر له خوا مثبت ارزیابی شو او د دعائیې په لوستلو سره غونډه پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۹
Background image

ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری در (داستان‌های کوتاه اکرم عثمان و رهنورد زریاب)

محترم نامزد معاون محقق محمدرضا موسوی عضو علمی انستیتوت زبان و ادبیات دری، مرکز زبان‌ها و ادبیات از پروژه‌ی علمی- تحقیقی خویش تحت عنوان «ژرف‌ساخت و روساخت جمله بر اساس دستور زایا-گشتاری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی وقوعات خشکسالی در افغانستان (1979 - 2022م.)

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی وقوعات خشکسالی در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS