د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۹:۱۶
د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

دوشنبه، ۹ وری ۱۴۰۰

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبري پلاوي، د تاتارستان جمهوريت د صدراعظم مرستيال او د دغه هېواد د علومو اکاډمي د رهبرۍ پلاوي او په روسيه کې د افغانستان د لوی سفير سيد طيب جواد په حضور کې د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ د علمي او څېړنيزو همکاريو هوکړه ليک نن (دوشنبه) د وري په نهمه په آنلاین بڼه لاسليک شو.

په دې ويډيويي کنفرانس کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب، علمي منشي څېړنوال دکتور رفيع الله نيازي، د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي، د طبيعي- تخنيکي علومو مرستيال څېړنپوه رحمت ګل احمدي او څو تنو نورو مسئولينو د افغانستان له خوا ګډون کړی و.

دغه راز د تاتارستان جمهوريت د صدراعظم مرستيال شیخ راضییف واصیل هاپتیل ایازوویچ، د تاتارستان د علومو اکاډمي رئيس ساخالوف، په کازان کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازي وخيد توف، د تاتارستان د مسلمانانو د بنسټ رئیس خبیب بولین او د همدې هېواد د علومو اکاډمي څو تنو غړو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د تاتارستان جمهوريت مرستيال صدراعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه ليک د لاسليک کېدو په مناسبت د آنلاين کنفرانس په ترسره کېدلو خوښي وښوده او ويې ويل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو تاریخچه اوږده ده، دې نېکو اړيکو ته په پام سره د دواړو هېوادونو د اکاډميو ترمنځ د هوکړه لیک طرحه رامنځ ته شوه چې نن يې د لاسليک کېدو شاهدان يو.

د تاتارستان د علومو اکاډمي رئيس وويل چې د دواړو هېوادونو د علومو اکاډميو ترمنځ د هوکړه ليک لاسلیک کېدل د علم او څېړنې په برخو کې دواړو خواوو ته ګټوره او ارزښتمنه چاره ده.

په روسيه کې د افغانستان سفير سيد طیب جواد په علمي او فرهنګي برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د علمي- څېړنيزو بنسټونو اړيکه وستايله او ويې ويل چې د دې هوکړه ليک په لاسليک کېدو سره به د تاتارستان له جمهوريت سره د همکاريو نوی پړاو پيل شي.

نوموړي، افغانستان ته د تاتارستان د علومو اکاډمي د رهبري پلاوي د سفر په اړه ژمنه وکړه چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د تاتارستان جمهوريت سره د اړیکو په رامنځ ته کولو خوښي وښوده او ويې ویل، دغه هوکړه لیک باید څو مياشتې مخکې لاسلیک شوی وای، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله وځنډېد؛ خوشحاله يو چی نن دغه هوکړه لیک په آنلاین بڼه لاسلیک کېږي.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس په ختمېدو سره به د دواړو اکاډميو ترمنځ تګ راتګ زيات او اړيکې لا پراخې شي.

نوموړي هيله وښوده چې د ياد شوي هوکړه ليک د پلي کېدو په اړه عملي ګامونه واخيستل شي.

شکیب له ټولو هغو اشخاصو او بنسټونو مننه وکړه چې د دغه هوکړه لیک د چمتو کولو په اړه یې زیار ایستی دی.

د کنفرانس په پای کې د دواړو هېوادونو د علومو اکاډميو د رئیسانو له خوا د علمي- څېړنيزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۵۲
Background image

بررسی وقوعات خشکسالی در افغانستان (1979 - 2022م.)

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان:« بررسی وقوعات خشکسالی در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

به سلسله ارایه کنفرانس های نوبتی محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

BACK TO NEWS