په هېواد کې وروستيو شهيدانو ته د دعا په مناسبت د قرآن کريم ختم
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا نن (سه شنبه) په هېواد کې د وروستيو شهيدانو په مناسبت ملي ماتم اعلان شوی دی چې په همدې خاطر د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړو او اداري کارکوونکي له خوا د قرآن عظيم الشان ختم ترسره شو.
تر ختم وروسته د الله تعالی له لوی درباره په ګران افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د امن او امان قايمېدو او د هېوادوالو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره لاسونه لپه او دعا وشوه.