د ميرزاخان انصاري دېوان (نوی کره څېړنيز متن چمتو کول)

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۱:۳۴

د ميرزاخان انصاري دېوان (نوی کره څېړنيز متن چمتو کول)

څېړونکی: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي غړی څېړنپوه عبدالقيوم مشواڼی

د پروژې د پيل او پای نېټه: ۲۱/ ۱ / ۱۴۰۰ – ۲۱/ ۱ / ۱۴۰۲

دغه پروژه دوه کلنه روټين پروژه ده چې لاندې موضوعات به په کې وڅېړل شي:

- د اصل نسخې له مخې کمپيوټري متن چمتو کول (د علومو اکاډمۍ بشپړه خطي نسخه)

- اصل متن د (ديوان مير زاهد او ديوان ميرزاخان انصاري) سره پرتله کول

- اصل متن (د ميرزاخان انصاري ديوان او د قاسم بنوي د ميرزاخان انصاري ديوان) سره پرتله کول

- اصل متن د (خېشکي د ميرزاخان انصاري ديوان او د اکاډمۍ له دويمې خطي نسخې) سره پرتله کول

- اصل متن د ترلاسه کېدو په صورت کې له نورو خطي نسخو سره پرتله کول

- د وييپانګې ترتيب او ډيزاين کول

دا دوه کلنه روټين پروژه به د څو خطي او شپږ چاپي متنونو له مخې بشپړېږي او په پايله کې به د ميرزاخان انصاري د شعرونو يو باوري او نسبتاً بشپړ متن (دېوان) مينه والو ته وړاندې شي.