د ګټې‌اخیستنې د وصیت پرتلیزه څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۲:۴۵

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړنیار عبدالقهار عزیزي

لنډیز

په دې مقاله کې د وصیت تعریف، ډولونه او له عین څخه ګټه‌اخیستل څېړل شوي دي. د افغانستان پر مدني قانون سربېره د مصر د وصیت قانون، د کوېټ د شخصي احوالو قانون، ایراني مدني قانون او یو شمېر وېبپاڼو څخه  ګټه اخیستل شوې ده. په دې مقاله کې د وصیت د تعریف ترڅنګ، د وصیت ډولونه، د وصیت د ترسره‌کېدو ډولونه، د وصیت ارکان، د ګټه‌اخیستلو د وصیت پېژندنه، د ګټه‌اخیستلو د وصیت شرایط، د وارثانو له لوري د ګټه‌اخیستلو ممانعت، د ګټه‌اخیستلو د وصیت موده او د ګټه‌اخیستلو د وصیت سقوط تر بحث لاندې نیول شوي دي. د قوانینو مواد پرتله او ارزول شوي دي او د افغانستان د مدني قانون نیمګړتیاوې هم ځای پر ځای په ګوته شوي دي.

Documents

د ګټه‌اخیستنې د وصیت پرتلیزه څېړنه.pdf