د انتي بیوتیکونو منطقي "معقوله" کارونه؛ د اغېزناکې کارونې او سم مدیریت لارې چارې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۴۳
څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل (د انتي بیوتیکونو منطقي "معقوله" کارونه؛ د اغېزناکې کارونې او سم مدیریت لارې چارې) تر عنوان لاندې کنفرانس د علومو اکاډمي علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.

ښاغلي حقمل وویل: په انسانانو او حیواناتو کې د انتي بیوتیکونو منطقي کارونه دې ته وایي چې؛ د یوې مشخصې بکتریایي ناروغۍ د درملنې یا په ځینو خاصو مواردو کې د وقایې له پاره؛ یو مناسب انتي بیوتیک، په مناسب دوز، په مناسبو دفعاتو، د مناسبې مودې له پاره له مناسبې لارې ناروغ ته توصیه شي.

په نباتاتو کې د انتي بیوتیکو منطقي کارونه دې ته وایي چې؛ انتي بیوتیک یوازې د بکتریایي ناروغیو د درملنې په موخه په مناسب دوز، مناسبو دفعاتو او د مناسبې مودې له پاره توصیه شي.

د انتي بیوتیکو د منطقي کارونې اساسات:

1- نسخه باید د تشخیص په اساس ولیکل شي: انتي بیوتیک یوازې هغه وخت توصیه شي چې تأیید شوی یا په ډېر احتمال سره بکتریایي انتان موجود وي.

2- د عادي انتاناتو په صورت کې انتي بیوتیکونه نه توصیه کېږي.

3- هره پتوجن بکتریا د انتي بیوتیکونو د ځانګړو ګروپونو په مقابل کې حساسیت لري نو ځکه باید د هرې پتوجن بکتریا له پاره مناسب انتي بیوتیک انتخاب شي. دا کار د نویو رهنمودونو (guidelines ) د مطالعې او یا په لابراتوار کې د کلچر- انتي بایوګرام ټسټ له لارې کېدلای شي.

4- انتي بیوتیک باید په مناسب دوز سره توصیه شي. د ټیټ یا لوړ دوز له توصیې څخه باید مخنیوی وشي.

5- انتي بیوتیک باید په مناسبو دفعاتو ناروغ ته توصیه شي.

6- انتي بیوتیک باید د مناسبې مودې له پاره ناروغ ته توصیه شي.

7- انتي بیوتیک باید له مناسبې لارې ناروغ ته توصیه شي.

8- ناروغان باید په پورته ټولو خبرو وپوهول شي.

د انتي بیوتیکونو د منطقي کارونې له پاره عملي ستراتیژي ګانې

- په کلینیکي عادتونو کې اصلاحات راوستل:

الف: د انتي بیوتیکونو د نظارت د پروګرامونو (Antibiotic Stewardship Programs) رامنځ ته کول:

دا پروګرامونه؛ تنظیم شوې هڅې دي چې په مرسته یې په روغتونونو او کلینیکونو کې د انتي بیوتیکونو منطقي (معقوله) کارونه ترویجېږي.

دا پروګرامونه لاندې برخې لري:

(۱) د مشرانو کلکه ژمنتیا (Leadership commitment). (۲) د انتي بیوتیکونو د کارونې څارنه (Monitoring antibiotic use).

ب: د تشخیصه وسایلو کارول او د پایلو له مخې یې انتی بیوتیک توصیه کول.

ج: له کلینیکي رهنمودونو (Guidelines) څخه ګټه اخیستل: له ملي ګایډلاینونو یا د WHO له ګایډلاینونو څخه ګټه اخیستل. د منظمو تریننګونو له لارې د صحي پرسونل (ډاکټرانو، فارماسیستانو او نرسانو) د پوهې د سطحې لوړول.

II- د ټولنې او ناروغانو د پوهې د سطحې لوړول:

دا کار د مسجدونو، مکتبونو، د ټولنې د مشرانو او سپینږیرو، رسنیو او NGOs له لارې کېدلای شي.

III-د فارمسي قوانین باید سخت او په جدیت سره تطبیق شي.

د کنفرانس پایله:

د دې کنفرانس د پایلې په توګه باید ووایم چې: انتي بیوتیکونه د درملو یو فوق العاده مهم او حیاتي ګروپ دی چې یوازې د بکتریایي ناروغیو له پاره توصیه کېدلای شي. اوس مهال انتي بیوتیکونه په زیاته پیمانه د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو له پاره مصرفېږي. د انتي بیوتیکونو دا مصرف په ډېرو مواردو کې غیر منطقي وي، چې له یوې خوا د انتي بیوتیکونو مقاومت (MDR، XDR یا PDR) رامنځ ته کوي او له بلې خوا د ناروغي دوام او د درملنې قیمت زیاتوي. همدارنګه د مقاومو بکتریاوو له رامنځ ته کېدو څخه د انسانانو او حیواناتو د معیوبیت او مړېنې کچه هم ډېرېږي. له دې ستونزو څخه د مخنیوي په موخه اړینه ده چې د انتي بیوتیکونو منطقي کارونه ترویج او د عملي کولو له پاره یې جدي او ثابتې ستراتیژي ګانې په قاطعیت سره پلې شي.

د انتي بیوتیکونو له غیر منطقي کارونې څخه د مخنیوي او د منطقي کارونې د ترویج په موخه لاندې وړاندیزونه کېږي:

الف: مسؤولو ارګانونو ته وړاندیزونه:

1. عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې توریدي او تولیدي انتي بیوتیک په جدي توګه د کیفیت له اړخه کنترول کړي؛ ځکه چې بې کیفیته درمل د انتي بیوتیکونو د مقاومت یو اساسي لامل دی.

2. عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې د درملو ( په ځانګړې توګه د انتي بیوتیکونو) د توزیع په برخه کې سخت قوانین وضع او په تطبیق کې یې له جدیت څخه کار واخلي.

3. عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې په درملتونونو کې د مسلکي پرسونل موجودیت او د درملو د توزیع څرنګوالی په منظمه توګه د قوانینو په رڼا کې وڅاري.

4. عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې له علومو اکاډمي او لوړو زده کړو وزارت سره په ګډه د انتي بیوتیکونو د منطقي کارونې له پاره وخت په وخت اپډېټ شوي رهنمودونه جوړ او صحي پرسونل یې په تطبیق مکلف کړي.

5. علومو اکاډمي، لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې په داسې مهمو او حیاتي موضوعاتو کنفرانسونه، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي؛ تر څو یوه سالمه او له اقتصادي اړخه په خپل ځان بسیا ټولنه ولرو.

6. اوس مهال ټول انتي بیوتیکونه په بازار کې په اسانۍ سره پیدا کېږي چې دې کار یو لوی بحران رامنځ ته کړی دی. عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې د درملو توزیع معیاري کړي او د ځانګړو مقاومو حالاتو له پاره یو شمېر انتي بیوتیک درمل له عام لاس رسي څخه لرې وساتي.

7. اوس مهال په ویترنري کې د انتي بیوتیکونو کارونه بحراني حالت ته رسېدلې ده ځکه چې مسلکي ویترنران ډېر کم دي. کرنې، اوبو لږولو او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز کېږي چې په زراعت او مالداري برخه کې د انتي بیوتیکونو د کارونې له پاره سخت قوانین وضع، نوي رهنمودونه جوړ او په جدي ډول یې تطبیق کړي.

8. اطلاعات او فرهنګ وزارت او ټولو رسنیو ته وړاندیز کېږي چې د عامه پوهاوي له پاره وخت په وخت پروګرامونه جوړ کړي ؛ تر څو خلک په دې وپوهېږي چې د درملو په خپل سر اخیستل ډېرې جدي ستونزې رامنځ ته کولای شي.

9. پوهنې وزارت ته وړاندیز کېږي چې په تعلیمي درسي نصاب کې د روغتیایي مسایلو په اړه مهم موضوعات؛ ځای پر ځای کړي.

10. علومو اکاډمي ته وړاندیز کېږي چې ټول علمي او علمي-څېړنیز کنفرانسونه او دفاعیه غونډې د ویدیو په شکل ریکارډ او د ښې ګټې اخیستنې په موخه دې یې د خپلې انترنټي پاڼې له لارې هېوادوالو ته وړاندې کړي. په دې شکل به د مسلک څېښتنان او عام وګړي له دې کنفرانسونو او علمي غونډو څخه خپله اعظمي ګټه واخلي او د علم او مسلک په ډګر کې به د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي.

ب: صحي پرسونل ته وړاندیزونه:

1. د عادي انتاناتو په صورت کې دې انتي بیوتیکونه نه توصیه کوي. انتي بیوتیک دې یوازې هغه وخت توصیه کړي چې تأیید شوی یا په ډېر احتمال بکتریایي انتان موجود وي.

2. هره پتوجن بکتریا د انتي بیوتیکونو د ځانګړو ګروپونو په مقابل کې حساسیت لري نو ځکه باید د هرې پتوجن بکتریا له پاره مناسب انتي بیوتیک انتخاب کړي. دا کار د نویو رهنمودونو (guidelines ) د مطالعې او یا په لابراتوار کې د کلچر- انتي بایوګرام ټسټ له لارې کولای شي.

3. انتي بیوتیک باید په مناسب دوز، مناسبو دفعاتو، د مناسبې مودې او له مناسبې لارې ناروغانو ته توصیه کړي. ناروغانو ته دې د درملو د کارونې د څرنګوالي په اړه کافي پوهاوی ورکړي.

ج: نور وړاندیزونه:

1- ناروغان باید د ډاکټر له هدایت سره سم انتي بیوتیک واخلي.

2- ناروغان او عام خلک باید په خپل سرې توګه د انتي بیوتیکونو له اخیستلو او کارولو څخه ډډه وکړي. ځکه چې ډېرې ستونزې رامنځ ته کولای شي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۴۱
Background image

معرفی رئیس مرکز علوم کیمیا، بیولوژی و زراعت معاون سرمحقق محمد میا مرهون

به اساس پیشنهاد شماره (۴۲) مؤرخ ۱۹-۹-۱۴۰۳ مدیریت عمومی استخدام، آمریت امور کارکنان، ریاست عمومی مالی وادرای، ریاست محترم کادمی علوم و حکم شماره (۳۱۴۰) مؤرخ ۲۷-۹-۱۴۰۳ مقام عالی ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۰
Background image

د سږو د مزمنې انسدادي ناروغۍ (Chronic obstructive pulmonary disease) د اپیدیمولوژي، کلینیکي لوحې او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د طبي علومو مرکز، د معالجوي طب انسټیټوت علمي غړي نوماند څېړندوی ډاکټر میر افضل کټوازي له نوماند څېړندوی څخه د څېړندوی علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

بررسی ساحات باستانی دوره کوشانی در ولایات وردک و ناگاهارا

محترم نامزد معاون محقق حکمت الرحمن امیری عضو علمی انستیتوت تحقیقات کوشانی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی، معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان، پروژه ای علمی-تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

BACK TO NEWS