له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۳۲
له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود

د علمي – څېړنیز سیمینار راپور
نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق كال د رجب المرجب په ۳مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د جدي/ سلواغې میاشتې له ۳ نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت، د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز په نوښت "له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز سیمینار  ترسره شو.
یاد سیمینار د اسلامي بانکوالۍ علمي غړي مولوي رحمت الله مخلص لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمۍ طبیعي ـ تخنیکي علومو معاون ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ پرانستې وینا وکړه.
وروسته د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د برخې مرستیال شیخ الحدیث څېړنوال مفتي ابوسعید راشد صاحب د یاد سیمینار په مبرمیت، اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې، او زیاته یې کړه چې: له غیر اسلامي هېوادونو سره تجارتي اړیکې د بعثت له وخته پیل شوي دي چې په قرآن کریم کې په مختلفو ځایونو کې یې یادونه شوې ده او دغه ډول اړیکې د شریعت د اصولو او قواعدو پر اساس ترسره شوي دي، چې دغه اړیکو د تجارت سربېره نورې معنوي ګټې او لاسته راوړنې هم درلودلې. 
ورپسې د اسلامي بانکوالۍ او تجارتي مسائلو انسټیټوټ آمر څېړنوال مفتي محمد نبي المیداني "له غیر اسلامي هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو شرعي ضوابط او محدودیتونه" تر سرلیک لاندې خپله علمي – څېړنیزه مقاله ولوستله. 
وروسته د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز علمي سلاکار مفتي محمد امین مکین "الأحکام الفقهیة للتعامل مع الشرکات الأجنبیة" تر سرلیک لاندې خپله علمي – څیړنیزه مقاله ګډنوالو ته واوروله.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت محترم وزیر شیخ القرآن والحدیث شیر احمد حقاني صاحب د یاد سیمینار له جوړولو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې: شریعت مونږ ته د مال د ترلاسه کولو او د مال د مصروفولو ټول اصول او قواعد روښانه کړي دي، همداراز له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو ساتل او پرمټ یې خپل اقتصاد ته وده ورکول هم یو روا او جایز کار دی.
وروسته د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز علمي سلاکار مفتي نورمحمد محبي کورابي د "العلاقات التجارية مع الدول غير الإسلامية كوسيلة للدعوة" او څېړنوال مفتي محمد اسماعیل مصلح "په خیر القرون کې له غیر مسلمو سره د سوداګرۍ څرنګوالی" تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي – څېړنیزې مقالې د سیمینار ګډونوالو ته واورولې.
ورپسې د سوداګرۍ او پانګونې خونې محترم استازي محترم عبد السلام کوهي د یاد سیمینار د جوړولو هرکلی وکړ او یاد سیمینار یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د خصوصي سکتور د فعالیت او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او ودې لپاره زیات اهمیت لرونکی وباله.
ورپسې د سرپل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاذ پوهندوی مولوي عنایت الله حقجو د "بررسی تحلیل فقهی تحریم اقتصادی با کشور های غیر اسلامی" او د علومو اکاډمي د اسلامي معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي څېړندوی عزیز الرحمن رحماني "له غیر مسلمو سره د تجارت اسلامي آداب" تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي – څېړنیزې مقالې د سیمینار ګډونوالو ته واورولې.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین مولوي صاحب شهاب الدین ثاقب د یاد سیمینار په ارزښت او له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو په اړه لنډه وینا وکړه.
د سیمینار په وروستۍ برخه کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز رئیس محترم مفتي عبد الحق حقاني صاحب "د هېواد پر پولي ثبات د بهرنیو تجارتي اړیکو اغېزې" تر سرلیک لاندې خپله علمي – څېړنیزه مقاله د سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړه.
د سیمینار په پای کې د پرېکړه لیک په توګه د ګډون کوونکو له خوا لاندې موارد تصویب او اړوندو مراجعو ته وړاندیز شول: 
1.    اسلامي امارت دې د هېواد علیا مصالحو ته په کتو د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې اقتصادي اړیکې پراخه کړي.
2.    دافغانستان بانک باید د شرعي حدودو په رڼا کې په بانکي سکتور کې داسې متنوع پولي سیاستونه غوره کړي چې له امله یې د نوساناتو مخه ونیول شي.
3.    اسلامي امارت دې له غیر اسلامي هېوادونو څخه د حرامو توکو په ځانګړي ډول غذايي موادو له وارداتو څخه په کلکه مخنیوی وکړي او په بدیلو شرعي لارو دې کار وکړي.
4.    بهرنۍ تجارتي اړیکې د هېواد په پولي ثبات مستقیمه اغېزه لري، نو اسلامي امارت دې په هغو تولیداتو کې متخصص کادرونه او پیاوړي کاريګر وروزي چې خام مواد یې په داخل کې پرېمانه او ارزانه دي څو پرمټ یې باکیفیته توکي تولید او صادر شي.
5.    اسلامي امارت دې د حسنه روابطو او غوره فرصتونو برابرولو پرمټ د پانګونې په موخه هېواد ته بهرني پانګوال را جذب کړي.
6.    اسلامي امارت دې د داسې شیانو له وارداتو څخه په کلکه مخنیوی وکړي چې زموږ له سپېڅلې عقیدې، دین، اسلامي ارزښتونو او اخلاقو سره په ټکر کې وي.
7.    صنعت او سوداګرۍ وزارت دې غیر اسلامي هېوادونو ته د داسې شیانو له صادراتو څخه مخنیوی وکړي چې کفار پرې پیاوړي کېږي او د مسلمانانو د کمزورۍ لامل ګرځي، لکه: اسلحه، جنګي وسائل، عسکري تجهیزات او داسې نور.
8.    ملي سوداګرو ته په پکار دی چې له غیر مسلمو سره د تجارت پرمهال رښتینولي، امانتداري، عدل او انصاف، او د اسلام سپېڅلي اخلاق په ځان کې پیدا کړي او له غدر، خیانت، دروغ، چل او فریب څخه ځان وژغوري، څو هغوی له دې غوره تعامل څخه ښه تأثر واخلي.
9.    اړوندې ادارې دې له بهرنیو شرکتونو سره د تعامل پرمهال د شرعي ضوابطو او احکامو په کلکه التزام وکړي.
10.    امنیتي ارګانونه دې د تاجرانو او د هغوی د شتمنیو د لا خوندیتوب په برخه کې مؤثر تدابیر په لاره واچوي.
11.    اړوند امارتي ادارې دې د داخلي محصولاتو د ودې او حمایت لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي.
12.    د دې سیمینار د مقالو ټولګه دې د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا چاپ شي. 
په پای کې د اسلامي علومو معاونیت د فقهې او قانون مرکز رئیس څېړنپوه عبد الکریم فضلي لخوا د یاد سیمینار مثبته ارزونه وشوه او سیمینار د اسلام آباد پوهنتون پخواني استاذ او د ننګرهار پوهنتون د دکتورا برنامې او د نړیوال اسلامي پوهنتون استاذ دکتور فضل الرحمن ناصح په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۳۶
Background image

مطالعه مقدار کود یوریا و دای امونیم فاسفیت بالای نبات بامیه در شرایط ولایت لوگر

امروز شنبه مؤرخ 22 قوس ۱۴۰۴ هـ ش معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی تحت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۵۱
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و تحقیقي است که مقالات تحقیقي را به زبان انگلیسی در عرصه‌های علوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲۳
Background image

آسیب های عقیدتی سکولریزم و مسئولیت علماء در قبال آن

امروز شنبه (مؤرخ ۸ قوس ۱۴۰۴ هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده وثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی تحت عنوان (آسیب های عقیدتی. . .

BACK TO NEWS