د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۶
د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې ارګان درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده. په دې جريده کې ادبي، ژبني، فرهنګي مطالب او مقالې خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو څېړونکو مقالې ځای لري. د روان (۱۴۰۴ل) کال د ليندۍ او مرغومي مياشتو په ګڼو کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ په لاندې ډول راوړو.

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتو په ګڼو کې چاپ شوې مقالې

۱. سپما او حذف مترادفې نومونې دي؟ / څېړنپوه مولا جان تڼيوال

۲. د دوکتور لودين لنډه پېژندنه / څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی

۳. په ټکنالوژۍ کې د پښتو ژبې ځينې پرمختګونه او ستونزې / څېړندوی مطيع الله ساحل

۴. د مولانا بلخي د مثنوي پښتو ژباړې (۳) برخه / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل

۵. د سعود د يوه بيت شننه / څېړندوی محمد طاهر شرر ساپی

۶. په پښتو کې د ويي رغونې (نيولوجيزم) اړتيا / نور کمال ارشاد

۷. وګرپوهنيزه ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۸. مهال په ژبه کې / پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

۹. پښتو ژبه او ادب (۱) برخه / پروفيسور محمد نواز طاير؛ ژباړن: محمد الله ساپی

۱۰. پر ژبو باندې تېری / څېړنپوه مولا جان تڼيوال

۱۱. د ويرنې تاريخي شاليد او قنبرعلي خان (۱) برخه / کانديد اکاډميسين ميرحسين شاه؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۱۲. ټولنيزه ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۱۳. شاعري هنر دی؟ / دوکتور محب وزير

۱۴. په پښتو شاعرۍ د حمد او مناجات اغېز/ څېړندوی پښتون پښتون

يادونه:

د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.

https://asa.gov.af/dr/zairy_journal

تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند څخه تر لاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

BACK TO NEWS