د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د (څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

د کنفرانس په پیل کې ښاغلي ضیا د نړیوال نظم پر مفهوم رڼا واچوله او بیا یې د نړیوال نظم له بېلابېلو دورو یادونه وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې نړیوال نظم اوسمهال د څو قطبي کېدو پر لوري روان دی چې د بدلون ستر عوامل یې په نړیواله کچه د قدرت د مرکزونو زیاتېدل، د سیالو نړیوالو بنسټونو رامنځته کېدل، د روسیې او اکراین جګړه، د ایران او امریکا ـ اسرایلو جګړه، د لوېدیځې نړۍ داخلي ستونزې او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بهرني سیاستونه دي.

ورپسې ښاغلي ضیا پر جنوبي اسیا او افغانستان د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم د تګ اغېزې په هر اړخیزه توګه تر بحث لاندې ونیولې او څرګنده یې کړه چې په دې ډول حالاتو کې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا نور هېوادونه د سترو ځواکونو ترمنځ د مانور کولو او د اړیکو د تعادل له ننګونو سره مخامخ شوي دي؛ همدارنګه د نړیوال نفوذ لپاره د سترو ځواکونو سیالیو دا هېوادونه د بهرني سیاست په برخه کې له سختو غوراویو سره مخ کړي: داچې له کوم قدرت سره نږدې اړیکې جوړې کړي او د دوی ترمنځ څه ډول توازن رامنځته کړي او خپل امنیت څه ډول تامین کړي.

پر دې سربېره، څېړونکي زیاته کړه چې دا ډول حالات افغانستان او د جنوبي اسیا هېوادونو ته ګټې هم لري: دوی کولای شي چې د منطقي سیاستونو او ځیرکو دیپلوماسیو له لارې په بین المللي سیاست کې ارزښتناک ځای پیدا او له سترو ځواکونو سره د ګټورو هوکړو او تعاملونو په برخه کې د چنې وهلو ښه فرصتونه ترلاسه کړي.

د کنفرانس په دویمه برخه کې څېړونکي د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې کنفرانس د ارزونې د کمېسیون له لوري د رایو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

د علومو اکاډمي واټس اپ چینل سره د یو ځای کیدو لپاره لاندې لینک تعقیب کړئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS