د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغانستان او هندوستان سیاسي اړیکې
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د هند او پاکستان انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی جلال الدین نجیم (د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغانستان او هندوستان سیاسي اړیکې) تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د زمري په ۵مه د یکشنبې په ورځ وړاندې کړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې هند په افغانستان کې د بیارغونې ګڼې پروژې پلې کړي او په ټوله کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو پروژو کې، کابو درې میلیارده ډالره مرستې کړې دي. د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغانستان او هند ترمنځ اړیکو او همکاریو پراختیا پیداکړې ده.
د یادونې وړ ده چې دا علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ارزونې د کمیسیون له لوري د رایو په اتفاق سره تائید شو.