" په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه " د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا ، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې (په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي - څېړنیز سیمینار جوړ کړي، د یاد سیمینار لپاره د رالېږل کېدونکو مقالو نېټه تر ۲۰ د وږی (سنبلې) میاشتې ټاکل شوې وه چې اوس خوشبختانه یاده نېټه د وږی (سنبلې) میاشتې تر ۲۵ وغځېده. له ښاغلیو استادانو او څېړونکو څخه په درنښت هېله کوو چې د روان کال ۱۴۰۴ ل کال د وږی (سنبلې) میاشتې تر ۲۵ نېټي خپلې علمي – څېړنیزې مقالې موږ ته را واستوئ.
د واټس اپ شمېری: 93766507952+ ، 93747097845+ ، 93781848404+
د اړېکو شمېری: 0202201216 , 0783069358
ایمیل: info@asa.gov.af
Documents
د سیمینار مقالو عنوانونهعناوین مقاله های سیمینار