" د ماشوم ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې" د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

Ezatullah_admin
" د ماشوم ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې" د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز په پام کې لري چې په روان (۱۴۰۴ل) کال کې (د ماشوم ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې) تر سرلیک لاندې علمي - څېړنیز سیمینار جوړ کړي، نو ټولو پوهانو، څېړونکو، استادانو او لیکوالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکوو چې په دې اړه خپلې علمي- څېړنيزې مقالې له ټاکل شويو پورتنیو محورونو او وضع شویو اصولو سره سمې ولیکي. 
د علمي کمېسیون د تأييدولو لپاره دې د مقالې سرلیک د ۱۴۰۴ل کال د مرغومي میاشتې تر ۴مې نېټې او مقالې دې د مرغومي میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې را واستول شي.
اړيکې شمېرې:
- څېړنپوه محمد آصف احمدزی، asif.ahmadzai@yahoo.com، وټساپ شمېره: 93777300471+ 
- څېړنپوه برهان الدین نظامي، br.nezami42@gmail.com، 93704235025+ ، وټساپ شمېره:  93704235025+
- څېړنوال احسان الحق کبیر، ehsanulhaq.kabir@gmail.com، وټساپ شمېره:  93744487335+

Documents

د مقالو لیکلو لارښود

اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د علمي ـ څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د طب مرکز په پام کې لري چې (په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره کړي. له همدې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

Back to announcements