(د «العقیدة الطحاویة» شرحه) کتاب چاپ شو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۳:۵۴
«العقیدة الطحاویة» شرحه

د «العقیدة الطحاویة» شرحه چې د ژباړې د مرکز د غړي محمد یاسین مجاهد له خوا ترجمه او ترتیب شوې ده، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ښکلي سکښت او بڼه چاپ شوه
دغه کتاب د شیخ احمد عاموه له خوا د اسلامي عقیدې په اړه د امام طحاوي رحمه الله له خوا د چمتو شوي متن لنډه شرحه ده. د دې اثر په لومړي سر کې د امام طحاوي رحمه الله د ژوند په اړه لنډ معلومات وړاندې شوي دي او ورپسې د عقیدې د موضوعاتو لړۍ پیل شوې ده. 
د اسلامي عقیدې په اړه د امام طحاوي رحمه الله په لیکنه کې ټول یاد شوي مسایل د اهل السنة والجماعة د تګلارې څرګند او روښانه مسایل دي چې سلسله یې پر الله تعالی له ایمان راپیل شوې، پر مؤمن به مواردو باندې بحث کوي او په پای کې یې پر باطلو او فاسدو عقایدو رد شوی دی.
دا چې دا لیکنه هر اړخیزه، جامع او ډېره ګټوره ده، له همدې امله ګڼې شرحې پرې لیکلې شوې دي. په دې شرحو کې د شیخ محمد احمد عاموه د شرحې یوه ښېګڼه دا ده چې په بشپړ لنډیز سره یې د عقیدې جالب او مهم بحثونه کړي دي.
د دې شرحې پښتو ژباړه هم ډېره روانه او سلیسه ده، عبارتونه او جملې یې پېچلتیا نه لري او په داسې بڼه ترتیب او تیاره شوې ده چې لوستونکی یې لوستلو ته لا هڅېږي.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/Explanation%20of%20Aqeeda%20Ul%20Tahaweya%20%28Al%20Rowdhat%20Ul%20Nadeya%20sharhul%20Aqeeda%20Ul%20Tahaweya%29.pdf
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS