د «برزخي ژوند» کتاب چاپ شو!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۵
د «برزخي ژوند» کتاب چاپ شو!

«عالمِ برزخ» د حکیم‌الاسلام مولانا قاري محمد طیب رحمه‌الله مهم او مشهور اثر دی. دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې او تدقیق مرکز غړي ښاغلي څېړنوال امان‌الله اماني له¬خوا په روانه او بې تکلفه پښتو ژباړل شوی او د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له¬خوا په ښکلي صحافت کې چاپ شو.

دا اثر د اسلامي عقایدو د یوې مهمې موضوع؛ یعنې تر مرګ وروسته د انسان ژوند یا «عالم برزخ» د حقیقت، د روح او نفس ترمنځ د اړیکو او د قبر د نعمتونو او عذابونو په باب یو منظم، استدلالي او مستند بحث وړاندې کوي.

په کتاب کې د برزخ لغوي او اصطلاحي پېژندنه، د روح په اړه د علماوو اقوال، د روح ډولونه، له بدن سره د روح د اړیکو ډولونه، د نفس او روح ترمنځ توپیر، په نصوصو کې د قبر مترادف اصطلاحات، د قبر د عذاب او نعمتونو دلایل او په دې اړه د اهل‌سنت والجماعت عقیده په علمي ترتیب څېړل شوې او ټول مباحث په قرآني آیتونو، صحیحو احادیثو او د اکابرو علماوو په فتاواوو مستند شوي دي.

تر ګڼو موضوعاتو وروسته د کتاب په پای کې د زړه د ګناهونو، د قبر له عذاب څخه د نجات عملي لارې چارې او دا اصل روښان شوی چې د انسان برزخي مقامونه په قطعي ډول تر مرګ او د اعمالو تر بشپړېدو وروسته ټاکل کېږي. له همدې امله «برزخي ژوند» د عقیدې، اخلاقو او اصلاح په اړه یو ژور او متوازن علمي اثر دی چې د عامو او خاصو لوستونکو لپاره باوري او ارزښتناکه مرجع ګڼل کېدای شي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/Purgatorial%20life.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۲۲:۴
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د اوزبېکستان علمي پلاوي سره ولیدل

کابل، د ۱۴۰۵ کال د تلې ۱۴مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الآخر ۲۳مه) د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مقر کې د علومو اکاډمۍ رئیس د اوزبېکستان د مسلمانانو د ادارې له لومړي معاون او د راغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۴۸
Background image

د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۸۰يمه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کال کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۸:۳۵
Background image

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې»علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې» د هغه علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې پر ۲۱مه (د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم ۲۲مه) ترسره شوی و. په دې (۷+. . .

BACK TO NEWS