د «برزخي ژوند» کتاب چاپ شو!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۵
د «برزخي ژوند» کتاب چاپ شو!

«عالمِ برزخ» د حکیم‌الاسلام مولانا قاري محمد طیب رحمه‌الله مهم او مشهور اثر دی. دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې او تدقیق مرکز غړي ښاغلي څېړنوال امان‌الله اماني له¬خوا په روانه او بې تکلفه پښتو ژباړل شوی او د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له¬خوا په ښکلي صحافت کې چاپ شو.

دا اثر د اسلامي عقایدو د یوې مهمې موضوع؛ یعنې تر مرګ وروسته د انسان ژوند یا «عالم برزخ» د حقیقت، د روح او نفس ترمنځ د اړیکو او د قبر د نعمتونو او عذابونو په باب یو منظم، استدلالي او مستند بحث وړاندې کوي.

په کتاب کې د برزخ لغوي او اصطلاحي پېژندنه، د روح په اړه د علماوو اقوال، د روح ډولونه، له بدن سره د روح د اړیکو ډولونه، د نفس او روح ترمنځ توپیر، په نصوصو کې د قبر مترادف اصطلاحات، د قبر د عذاب او نعمتونو دلایل او په دې اړه د اهل‌سنت والجماعت عقیده په علمي ترتیب څېړل شوې او ټول مباحث په قرآني آیتونو، صحیحو احادیثو او د اکابرو علماوو په فتاواوو مستند شوي دي.

تر ګڼو موضوعاتو وروسته د کتاب په پای کې د زړه د ګناهونو، د قبر له عذاب څخه د نجات عملي لارې چارې او دا اصل روښان شوی چې د انسان برزخي مقامونه په قطعي ډول تر مرګ او د اعمالو تر بشپړېدو وروسته ټاکل کېږي. له همدې امله «برزخي ژوند» د عقیدې، اخلاقو او اصلاح په اړه یو ژور او متوازن علمي اثر دی چې د عامو او خاصو لوستونکو لپاره باوري او ارزښتناکه مرجع ګڼل کېدای شي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/Purgatorial%20life.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS