د «طبیعت» مجلې تازه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۱:۴۵
د طبیعت مجلی ۶۲ -۶۳ ګڼه

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په کال 1368 هـ.ش. کې یې خپروني پیل کړيدي. نوموړې مجله چې په هرو درې میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي،... مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې 63 ګڼې چاپ شوي دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې 62 – 63 مه ګڼه د څېړنیار صدیق الله فیضي په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په بڼه خپره شوې ده چې 190 مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابیلو برخو  په اړه پکې  13 علمي – څېړنیزي مقالې چاپ شوي دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

د مقالي سرلیک

د لیکوال نوم

  1. بررسی سیستم ویمکس در شبکه های...  

سرمحقق عتیق الله خوشیوال

  1. جبرMax- Plus و کاربرد آن در ماتریکس و حل...

سرمحقق محمد صیام صیام

  1. مطالعۀ مقایسوی انواع داخلی و خارجی پنبه...

معاون سرمحقق دکتور شاهد الله ساپی

  1. د هایپرټنشن په ناروغانو کې د وینې د فشار

څېړنوال ډاکټر ضیاء الرحمن حقمل

  1. ارزیابی نقش ساختمان سبز در بهبود ...

معاون سرمحقق محمد مرتضی شیرزوی

  1. د حمل په دوران کې د پریکلامپسیا او...

څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردگ

  1. بررسی سیلابهای ولایت میدان وردگ ...

معاون سرمحقق عبدالرحمن لطیف

  1. طبقه بندی برخی از ساحات آسیب پذیر از ...

معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی

  1. په هیواد کې د بکویټ د کرکیلې د دودولو ...

څېړندوی محمد منیر نظیری

  1. د کیمیا په پرمختگ کې د مسلمانو پوهانو ...

څېړندوی عمران لایق

  1. بررسی زلزله خیزی زون شرق- شمال شرق...

محقق سید رضا احسانی

  1. بررسی شدت زلزله با استفاده از لوگاریتم ...

معاون محقق آمنه بارکزی

  1. ارزیابی حاصلخیزی خاک و مدیریت آن

معاون محقق صدیق الله فیضی

 

 

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Tabiat%20quarterly%20journal%20no.%201-2%20Year%201401.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS