د آریانا د علمي- څېړنیزې مجلې«۴۳۷» ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۰:۵۴
د آریانا د علمي- څېړنیزې مجلې«۴۳۷» ګڼه چاپ شوه!

اریانا؛ د افغانستان دعلومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو د مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په «۱۳۲۱» ل.کال کې د علامه احمد علي کهزاد له لوري  تأسیس او اوسمهال یې تازه«۴۳۷» ګڼه له چاپه راووته.

په دغې علمي- څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي- څېړنیزې مقالې چاپ او نشر ته سپارل کېږي، کومې چې د علومو د اکاډمۍ د علمي غړو، څېړونکو او د پوهنتون د استادانو له لوري  د ټولنیزو علومو په برخه کې لیکل کېږي.

په دغې ګڼه(۴۳۷) کې لاندې علمي- څېړنیزې مقالې نشر شوي:

۱ – لودیان د افغانستان او هند په تاریخ کې(څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ)

۲ – شناخت نظام اقتصاد بازار(څېړنپوه شېر علي تزري)

۳ – شاه امان الله و مسئله روابط با شوروي(څېړنپوه دکتور غلام فاروق انصاري)

۴ – د پوهاند محمد حسن کاکړ ژوند لیک(څېړندوی وجیه الله ظهیر)

۵ – د ګټې اخیستنې د وصیت پرتلیزه څېړنه(څېړندوی عبدالقهار عزیزي)

۶ – نګاهی بر تحولات فرهنګی عصر غزنویان(څېړنپوه عبدالجبار عابد)

۷ – فلسفه تحلیلي(څېړنوال قندآقا صاحبزاده)

۸ – په هېواد کې د خصوصي سکتور د پانګونې څېړنه(څېړندوی خوشحال تسل)

۹ – میر غلام محمد غبار به حیث مؤرخ شهیر کشور(څېړنپوه سیما رسولی)

۱۰ – په فرهنګي خپلواکۍ کې د رسنیو ونډه(څېړنیار عبدالرحمان الکوزی)

۱۱ – د هاشم میوندوال د صدارت د وخت ادبي او فرهنګي حالات(څېړندوی حضرت آغا همدرد)

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D9%86%D8%A7%20%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87%20%DB%B2%20%DA%AB%DA%BC%D9%87%20%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9%20%DA%A9%D8%A7%D9%84.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS